د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره ډګر ته وځي


د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د آسیايي جام د لوبو په دوام نن له پاکستان سره د لوبې ډګر ته وځي.

د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو پیلېږي.

افغان لوبډلې د آسیايي جام په لوبو کې تېره شپه د بنګله دېش لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه.

لوبه افغانستان پیل کړه او ۲۵۵ منډې یې وکړې او خپل سیال ټیم ته یې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه خو بنګله دیش په ۴۳ اوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې د ۱۱۹ منډو په جوړولو بریالی شو او لوبه یې په زیات توپیر بایلوده.

د بنګله دېش پر وړاندې ټوله لوبډله ښه وځلېدله خو د لوبې مېن آف دې مېچ راشدخان د خپلې کلیزې په ورځ هم په توپ وهنه او هم په توپ اچونه کې بیسارې لوبه وکړه.

دې شل کلن ستوري په توپ وهنه کې په ۳۲ بالونو ۵۷ ناسوځېدلی منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې په ۹ اوورونو کې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

له نننۍ لوبې وروسته د افغانستان بله لوبه د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه له بنګله دېش سره او ورپسې د سپټمبر په ۲۵ له هند سره په پام کې ده.

XS
SM
MD
LG