د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۹

وکیلان: هند او پاکستان باید خپلې دښمنۍ په افغانستان کې ونه‌پالي


هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د لوړپوړي افغان پلاوي له سفر وروسته د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون او د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي دغه سفر د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا سربېره له سیاسي اړخه هم مهم و.

دوی وايي، په وروستیو کې هند د کابل او اسلام‌اباد د نېږدې کېدو په اړه خپلې اندېښنې لرلي چې هرو مرو به ولسمشر غني د دغه اندېښنو په اړه ډاډ ورکړی وي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي پاکستان او هند باید خپلې دښمنۍ په افغانستان کې ونه‌پالي.

عبدالقادر ځاځی وطندوست
عبدالقادر ځاځی وطندوست

نوموړي زیاته کړه:

"کله پاکستان وايي چې موږ له هند سره نږدې شوي یو او کله هم هند دغه ادعا کوي، رقابت د دوی ترمنځ دی، خو میدان‌یې افغانستان ګرځولی که څه هم موږ د هند له مرستو مننه کوو، خو یوه ګېله ترې لرو چې خپل سیال «پاکستان» سره سیالي په افغانستان کې کوي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته سفر وکړ.

د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني له هندي چارواکو سره د هوایي دهلېز پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پر ډېرېدو، د شاه توت بند د جوړېدو او دغه‌شان د پاکو اوبو د برابرولو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

که څه هم د جمهوري ریاست په اعلامیه کې دې ته اشاره نه‌ده شوې چې ولسمشر دې د سیاسي مسایلو په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې کړې وي، خو ځیني هندي رسنیو په دې اړه لیکلي دي.

د هندي رسنیو په حواله ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر په افغانستان کې د داعش د حضور، د افغان سولې په اړه د مسکو د جوړېدونکې ناستې او دغه‌شان د افغان ډیپلوماتانو د روزنې په اړه خبرې کړې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې هند ته سفر کړی چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کړی و او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه‌یې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، ښايي ولسمشر غني له هندي چارواکو سره پر ځینو داسې مسایلو چې له اعلانېدو یې ډډه شوې هم خبرې کړې وي.

نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی په دې اړه د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته وايي:

"د هند د ملي امنیت شورا یو پلاوی چې دوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغلی و د ځینو اندېښنو په اړه‌یې له کابل سره بحثونه وکړل دا چې دا اندېښنې څه دي واضح نه‌شوې، زه فکر کوم پر هغو اندېښو هم باید بحث شوی وي او په تېره بیا هغه تحولات چې په سیمه کې راغلي، خو دواړو لوریو په خپلو رسمي څرګندونو کې په دې اړه تماس ونه‌نیوه."

د ښاغلي ستانکزي په خبره هند د افغان سولې او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه خپل تشویشونه لري، خو افغان حکومت باید د پیاوړې ډیپلوماسۍ په کارونې سره د هند په ګډون د ټولو ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو اندېښنې رفع کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG