د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۹

حاجي عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی سلاکار حاجي عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی فضلي د شکرالله عاطف مشعل په ځای د کرکټ بورډ نوی غړی او رئیس ټاکل شوی.

عزیزالله فضلي له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د مرستیال او سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د بدلون په اړه تاوده بحثونه او خبرې روانې وې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG