د بلخ ولایت اوسېدنکي په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د طالب وسلهوالو او نورو ترورېستي ډلو د حضور له زیاتوالي اندېښنه لري او په خپلو سیمو کې د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
په بلخ کې د چهاربولک، شولګرې، چمتال، دولتاباد او شورتپې ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د طالبانو او د دولت ضد نورو وسلهوالو ډلو د نفوس له زیاتوالي شکایت لري او غواړي چې سیمه کې یې امنیت تأمین شي.
دوی وايي چې د دولت ضد وسلهوال او طالبانیې په سیمو کې پر امنیتي پوستو حملې کوي او همداراز عام خلک هم د هغوی له ځورونې په امان کې نهدي.
د یادو شویو ولسوالیو څو تنو اوسېدونکو ازادي راډیو ته داسې وویل:
"خالد رؤفي یم د چهاربولک ولسوالۍ څخه، د چهاربولک ولسوالیو په تیمورک، بیست پيکال او بوست تپه سیمو کې طالبان د سیمهییزو پولیسو پر پوستو حملې کوي، امنیتي وضعیت ښه نهدی او دولت باید عملیات ترسره کړي."
"الله مراد روزي بای د شورتپې ولسوالۍ څخه، هره شپه طالبان پر مهمو کسانو او پر دولتي ځایونو حملې کوي، یادو حملو کې عام وګړي هم ټپیانېږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي."
"حبیب اصغري د شولګرې ولسوالۍ څخه یم، پهدې ولسوالۍ کې طالبان له اوږدې مودې راهیسې حاکمیت لري، دوی کله نا کله چې پر امنیتي پوستو او ولسي پاڅون کوونکو حملې کوي بیا ورته د عام ولس او دولتي ځواک توپیر نهشته او ټول خلک قربانوي."
په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په بلخ ولایت کې د طالب وسلهوالو او نورو ترورېستو ډلو فعالیت زیات شوی او په پام کې ده چې د بلواګرو د لهمنځه وړلو په خاطر ګډ پوځي عملیات ترسره شي.
د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د سې شنبې په ورځ مزار شریف کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د بلخ په ناامنه ولسوالیو کې به د ګډو امنیتي ځواکونو لهخوا د طالبانو د محوې په خاطر عملیات ترسره شي.
هغه وویل، سره لهدې چې پولیس په بلخ کې د نظامي تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي، خو دوی منظم او قوي پوځي عملیات پلان کړي دي.
ښاغلي برمک وويل:
"هیله لرو چې په ډېر کم وخت کې وتوانېږو، دا عملیات ترسره کړو او د بلخ په ولسوالیو او د مزار شریف په شااوخوا کې موجوده امنیتي ګواښ لهمنځه یوسو."
د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ په مزار شریف کې د پولیسو د ۱۲۰ تنو ځانګړي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې هم ګډون وکړ.
ښاغلي برمک د سې شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د پولیسو د ځانګړو قوتونو شمېر دوه برابره زیات شوی او د یادو ځواکونو یوه قطعه به په بلخ کې د امنیت د ساتلو په خاطر د ملي پولیسو تر څنګ فعالیت کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې په سرپل، جوزجان، سمنګان او بغلان ولایتونو کې هم امنیتي چارواکي په خپلو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو د فعالیت له زیاتوالي خبر ورکوي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی