د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

له کډوالۍ تر کانګرسه: په امریکا کې د یوې افغانې کډوالې سیاسي مبارزه! 


صفیه وزیر هغه افغانه الاصله امریکایۍ ښځه ده چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پرمهال له وطنه کډوالۍ ته اړ شوه او د نویمې میلادي لسیزې د منځ په کلونو کې، له خپلې کورنۍ سره امریکا ته ولاړه.

هغه د امریکا د متحدو ایالاتو په نیوهمشایر ایالت کې اوسېږي او د یوه تاریخي ګام پورته کولو ته يې ملا تړلې ده.

صفیه وزیر غواړي چې په نیو همشایر کې د ایالتي کانګرس غړې شي.

که چېرې د انتخاباتو په وروستي دور کې بریالۍ شي، هغه به لومړۍ افغانه مهاجره وي چې په ایالتي کچه د استازې په توګه ټاکل کېږي.

مېرمن وزیر له دې شعار سره چې "ازاد ژوند یا مرګ" په انتخاباتو کې ګډون لري.

صفیه وزیر په نويمه میلادي لسیزه کې چې افغانستان د کورنۍ جګړې په اور کې سوځېدو او بیا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې شو، له خپلې کورنۍ سره ازبکستان ته ولاړه.

هغه په ۲۰۰۷ میلادي کال کې له ازبکستانه د امریکا متحدو ایالاتو ته وکوچېده او اوسمهال په نیو همشایر ایالت کې اوسي.

صفیه وزیر ۲۷ کلنه ده.

هغې امریکا ته تر تګ وروسته، د کوچنیو کارونو ترڅنګ، ښوونځی ختم کړ او په تجارت کې یې ديپلوم اخیستی دی.

هغه په امریکا کې د استوګنې پرمهال، په ټولنیزو چارو کې فعاله وه او په خپله سیمه کې ښه شناخت لري.

صفیه وزیر د سپټمبر په ۱۱مه له نیو همشایر ایالته په عمومي ابتدايي ټاکنو کې چې په امریکا کې پرایمري ورته ویل کېږي، ګډون وکړ او د ډموکرات ګوند نورو کاندیدانو ته یې ماته ورکړه.

هغه په نومبر میاشت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د امیدوار، دنیس سوسي په وړاندې درېږي او که ټاکنې وګټي، په امریکا کې به لومړۍ افغانه ګډواله وي چې ایالتي کانګرس ته لار پېدا کوي.

صفیې وزیر له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

"ما غوښتل چې له اصلي اوسېدونکو تر کډوالو د ټولو امریکايانو غږ شم، زه غواړم چې نوي نسل ته د دې مثال شم چې تاسو د ازادۍ او ډموکراسۍ په رڼا کې موقعیت لرئ، رامخکې شئ او ښه کارونه وکړئ."

صفیه وزیر د امریکا له ډموکرات ګونده د نیو همشایر ایالت د مرکز کونکورد د اولسمې ناحیې د استازیتوب لپاره په ټاکنو کې ګډون کوي.

مېرمن وزیر په ابتدايي ټاکنو کې له کانکورد ښاره د ډموکرات ګوند غړي دېک پاتن ته چې څلور دورې یې په ایالتي کانګرس کې د استازي پر څوکۍ کار کړی و، ماته ورکړه.

دېک پاتن په ابتدايي انتخاباتو کې تر ماتې وروسته وویل چې په امریکا کې مېشت کډوال د اصلي خلکو په پرتله ډېر امتیازات لري.

پاتن د صفیې وزیر د بري په اړه ویلي وو، هغه د افغانستان ده، نو د شهزادګۍ په توګه چلند ورسره کېږي او ټینګار یې کړی و چې د نومبر میاشتې په ټاکنو کې به د هغې رقیب ته رأیه ورکوي.

خو صفیې وزیر ازادي راډیو ته وویل چې په ابتدايي ټاکنو کې یې دومره زیاتې رأیې ګټلې وې چې دا یې هم متعجبه کړی و.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"ډموکراسي وګړو ته دا موقع ورکوي چې د خپل مدني حق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي، د ښځو لپاره سږکال دا ښه موقع برابره شوې وه او خوشبختانه، موږ ډېرې ښځې سږکال د دې موقف لپاره رامخکې شوې یوو."

صفیه وزیر د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې زېږېدلې ده.

هغه وايي چې په شپږ کلنۍ کې له افغانستانه وتلې، نو د افغانستان په اړه یې ډېر څه په یاد نه دي.

خو یو وار په ۲۰۱۲ میلادی کال کې افغانستان تللې وه چې واده وکړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې له سختو سیاسي حالاتو خبره ده او پوهېږي چې په امریکا کې هم ډېرې سیاسي ستونزې شته چې ځوانان یې باید د حل لپاره رامخکې شي.

XS
SM
MD
LG