د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

روسیې په سوریه کې د خپلې یوې الوتکې د سقوط له کبله اسرائیل ګرم بللی


روسیې په سوریه کې د خپلې یوې پوځي الوتکې د سقوط له کبله اسرائیل ګرم بللی دی.

د روسیې دفاع وزارت نن سې شنبه په یوه بیان کې وویل، هغو اسرائیلي پیلوټانو چې په سوریه کې پر پوځي اهدافو حملې کوي، له روسۍ الوتکې یې د سپر په توګه کار اخیستی او په نتیجه کې یې دا الوتکه د سوریې د هوايي مدافعې د ځواکونو له اور سره مخ شوه.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو هم په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د دې الوتکې د سقوط او د هغې د ۱۵ تنه سپرلۍ د مړینې بشپړ مسؤلیت د اسرائیلو پر غاړه دی.

شویګو وویل، د روسیې دفاع وزارت د همغږۍ له بېلابېلو لارو په پرله‌پسې ډول له اسرائیلو غوښتي چې د سوریې په قلمرو کې له هوايي حملو ډډه وکړي، ځکه دا حملې د روسي پوځیانو امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف نن خبریالانو ته وویل چې مسکو د دې وضعیت له کبله سخته اندېښنه لري.

په همدې حال کې روسي چارواکو ویلي چې د دې الوتکې ټوټې د بنياس ښار د لوېدیځ په ۲۷ کېلو مترۍ کې موندل شوې دي.

پر اسرائیلو د روسيې له تورونو څو ساعته مخکې د روسیې دفاع وزارت وویل چې ایلوشین شل «Il-20» ډوله روسۍ الوتکه یوه ورځ مخکې په سیمه‌ییز وخت د شپې په ۱۱ بجو د سوریې په سواحلو کې د رادار له صفحې ورکه شوه.

دې وزارت په یوه بیان کې وویل، د الوتکې له ورکېدو سره په یوه وخت کې د اسرائیلو «اف-۱۶» جنګي الوتکو په لاذقیه ولایت کې د سوریې پر پوځي اهدافو برید وکړ.

په بیان کې راغلي چې روسۍ الوتکه په لاذقیه کې له هغې پوځي اډې څخه چې د روسي ځواکونو یوه برخه په‌کې دېره ده، د راستنېدو په حال کې وه.

د روسیې هوايي ځواک په سوریه کې د رژیم د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د هوايي حملو لپاره له همدې اډې کار اخلي.

د اسرائیلو او سوریې دولتونو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو روسیې خبرداری ورکړی چې دا ډول سهوي پېښې له اسرائیلو سره اړیکې زیانمنولای شي.

ایګور کوناشینکوف
ایګور کوناشینکوف

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف وویل، د اسرائیلو د دې غیر مسؤلانه عمل په نتیجه کې ۱۵ تنه روسي پوځیان ووژل شول او دا د روسیې او اسرائیلو د شراکت له روحیې سره هېڅ راز سمون نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه، روسیه دا خپل حق ګڼي چې د دې پېښې په وړاندې لازم ځوابي اقدامات وکړي.

روسیې د بشارالاسد رژیم ته د هوايي مدافعې سیستمونه ورکړي، خو تر اوسه روښانه نه‌ده چې ایا روسۍ الوتکه به د همدې توغندیو په وسیله ویشتل شوې وي کنه.

XS
SM
MD
LG