د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

په محرم کې د امنیتي وضعیت په اړه د کابل د تکیه‌خانو د ساتونکو اندېښنې!


يو شمېر هغه ځوانان چې د کابل په لوېدیځ کې یې د محرم د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره وسلې پورته کړي د بشپړې امادګۍ تر څنګ د امنیتي ننګونو خبره هم کوي.

دوی له امنیتي ځواکونو غواړي چې د تکیه‌خانو او مقدسو ځایونو د امنیت په ساتنه کې له دوی سره مرسته وکړي.

له ډلې یې دوو تنو صفدر علي او مهدي داسې وویل:

"موږ پېره کوو، امنیتي تدابیر مو نیولي له دې وروسته دې هم خدای خیر کړي چې محرم په خیر تېر شي، کومه وسله چې لرو چره‌یي دي او که دښمن غافل‌ګیر کړو نو هېڅ هم نه‌شو کولای."

"د نورو کلونو په پرتله کابل کې امنیتي ننګونې زیاتې دي، خو موږ ترتیبات نیولي او مسلح یو، له امنیتي ځواکونو غواړو چې زموږ سره لا زیاته همکاري وکړي."

دغه ځوانان وايي چې د کابل په لوېدیځ کې وروستیو ناامنیو او پېښو اړ کړل چې وسله پورته کړي.

خو دا لومړی ځل نه‌دی چې په کابل کې دغه ځوانان د امنیت د ټينګښت لپاره وسلې پورته کوي، بلکې له دې وړاندې هم په ابوالفضل زیارت باندې له حملې وروسته چې لسګونه تنه په‌کې مړه او ټپیان شول، حکومت پرېکړه وکړه چې د محرم د ورځو د امنیت د ټينګښت لپاره پر يو شمېر ځوانانو وسلې ووېشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د محرم د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره‌یې د يوې هوکړې له مخې په يو شمېر مشخصو کسانو ۵۰۰ وسلې وېشلي چې دغه کسان بایو مټریک شوي هم دي.

د دې تر څنګ دغه ځوانان چره‌يي وسلې هم لري چې ورڅخه ګټه اخلي.

دغو ځوانانو د کابل ښار په لوېدیځ کې د امنیت د ټینګښت لپاره يو شمېر لارې هم تړلي چې د کابل ښاریانو اندېښنې یې راپارولې دي.

د کابل ښار يو تن اوسېدونکی احمد جواد وايي:

"دا چې دوی د تکیه‌خانو او جوماتونو د امنیت ساتنه کوي ښه خبره ده، خو د سړکونو بندول خلکو ته ستونزې زېږوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت ریاست په تازګۍ سره ویلي چې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې یې د داعش ډلې د يو سرګروپ په ګډون د دغې ډلې ۲۶ تنه نیولي چې غوښتل یې د محرم په ورځو کې د عزادارۍ مراسم په نښه کړي.

په ورته وخت کې د کابل امنیه قومانداني وايي، لا هم په کابل کې امنیتي ننګونې موجودې دي او پولیس په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي وویل چې په ښار کې د امنیت ښه ټینګښت لپاره يو شمېر ملاتړي ځواکونه هم ګمارل شوي دي.

حشمت ستانکزی
حشمت ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"امنیتي مسؤلین په ځانګړې توګه د کابل پولیس په دې هڅه کې دي چې د ټول کابل په ځانګړې توګه د تکیه‌خانو امنیت ټینګ کړي، د کابل په لوېدیځ کې کشفي، امنیتي او استخباراتي ځواکونه ګمارل شوي او د کابل ټول امنیتي پرسونل په احضاراتو کې دی."

په ورته وخت کې يو شمېر امنیتي کارپوهان له ډلې یې صدیق ساحل په دې باور دی چې د امنیتي ننګونو او هر ډول احتمالي پېښو د مخینوي لپاره باید د امنیتي ځواکونو او مسلح شویو ځوانانو ترمنځ همغږي زیاته شي.

دغه کارپوهان ټینګار کوي چې کشفي او استخباراتي ځواکونه باید تر بل هر وخت ډېر فعاله او د کابل دروازې تر جدي څار لاندې ونیسي.

راپور:محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG