د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

په هلمند کې پر ۲۷ زره زده‌کوونکو قرطاسیه وېشل کېږي


په هلمند ولایت کې پر ۲۷ زره زده‎کوونکو قرطاسیه وېشل کېږي.

د هلمند ولایت د پوهنې د ریاست مسؤلین وايي، سږ کال تر ۳۰ زره زیاتو ماشومانو نوې نوم لیکنه کړې ده چې هڅه کوي ټولو تازه شاملو شویو زده‎کوونکو ته کتاب او قرطاسیه ورسوي.

که څه هم په هلمند کې د پوهنې پر وړاندې ستونزې خورا ډېرې دي چې ویل کېږي اوسني رئیس‌يې د بې‌ځایه ګمارنو د مخنیوي، غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او د تړلو ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې هڅې چټکې کړې دي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په لښکرګاه کې هغه ښوونځي ته تللی دی چې پر زده‎کوونکو يې قرطاسیه وېشل کېږي.

ازادي راډیو ته ډېرو زده‎کوونکو د کتابونو د کمبود له امله شکایتونه کړي دي.

بشپر راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی کېږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:18 0:00

XS
SM
MD
LG