د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفترونو تړل د دغه بهیر له شفافیت سره هېڅ ډول مرسته نهشي کولای.
په ولایتونو کې د سیاسي ګوندونو او یو شمېر سیاسي جریانونو لهخوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفترونو د دروازو تړل کېدل او اعترضونه د حکومت له غبرګون سره مخ شوي دي.
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، دغه کړنې له ملي پروسې څخه د ملاتړ پر ځای، یادې پروسې ته زیان رسوي.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۶» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې رسنیو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د انتخاباتو شفافیت د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلیت لري چې د خپلې خپلواکۍ د خوندیتوب لپاره دغه ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"له بایو مټریک سیستمه ګټه اخیستل چې د ګوندونو غوښتنه ده، موږ هم پرې باوري یوو چې دا له شفافیت سره مرسته کوي، که چېري د سیستم د عملي کېدو په وړاندې ملاحظات وي، د بحث وړ مسئله ده، خو په اوسنیو شرایطو کې د انتخاباتي دفترونو تړل د پروسې له شفافیت سره مرسته نهشي کولای او موږ هېلهمن یوو چې دغو ستونزو ته رسېدنه وشي."
اجرائیه رئیس دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کوي چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو د نهمنل کېدو په غبرګون کې، د شنبې په ورځ په څلورو ولایتونو هرات، کندهار، کندز او بلخ کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دفترونو دروازې وتړلې.
خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د دغه کمېسیون دفتر یې په هرات ولایت کې بېرته پرانیستی او ټينګار کوي چې دوی به د امنیت ټينګښت او د ورته کړنو د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.
د افغانستان لوی ملی ائتلاف خبرداری ورکړی چې که چېرې غوښتنې یې د انتخاباتي نظام د بدلون، له بایو مټریک سیستمه د ګټې اخیستنې او د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د باطلولو په اړه ونه منل شي، د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.
خو د انتخاباتو څارونکي بنسټونه د انتخاباتو نېټې ته په کتو وايي چې دغه غوښتنې له منطقه لیرې دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت تر څنګ، د حکومت له لوري د ستونزې پر هواري ټینګار کوي او سیاسي جریانونه هم د انتخاباتو پر سر د لانجې هواري ته رابولي.
دی وایي:
"انتخابات یوه ملي پروسه ده او د امنیتي ادارو په ځانګړي ډول، د دولت مکلفیت دی چې د دغه بهیر امنیت جدي ونیسي، سیاسیون او مخکښ کسان باید له دولت سره همکاري وکړي او د حکومت رهبري هم باید سیاسیون له ځان سره ولري، تر څو انتخابات په ښه توګه ترسره شي."
د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته نږدې یوه میاشت وخت پاتې دی او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم د بشپړ چمتووالي خبره کوي، خو د دوی په وینا، د ولایتي دفترونو تړل کېدل به ان د انتخاباتو پر نېټې هم سیوری وغوړوي.
د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظالله هاشمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، هېڅ ډول هڅه به د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ونهنیسي، خو په خبرهیې چې حکومت باید د دغه بهیر په وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو لپاره اقدام وکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ