د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې د خبرو لپاره وار له مخه شرطونه، د سولې بهیر سختوي.
دغه شورا د سولې د خبرو د پیل په خاطر د طالبانو هر ډول غوښتنې وار له مخه شرطونه ګڼي او وايي چې دا کار د سولې لار سختوي.
د یادې شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۶» ازادي راډيو ته وویل، د سولې د خبرو اترو تر پیل دمخه باید شرطونه نهوي موجود او حکومت ته هم پهکار ده چې اصل ته پام وکړي.
محمد اسماعیل قاسمیار
دی زیاتوي:
"هغه اصول چې تر اوسه موږ تعقیب کړي، دا دي چې دواړه لوري له هر ډول شرط پرته خبرو ته حاضر شي او که څه شرط وي، دوی کولای شي چې د مېز په سر يې مطرح کړي او هماغلته پرې توافق وشي، د بېلګې په توګه، دا چې دوی د بندیانو خلاصېدل غواړي، دا په خبرو کې ښه مطرح کېدای شي."
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روېټرز خبري اژانس ویلي، یو شمېر طالب چارواکو ورسره د مذاکراتو د پیل په اړه ځيني موضوعات شریک کړي دي.
دغې رسنۍ چې وروستهيې بیا راپور د طالبانو لهخوا له حقیقته لیرې بلل شوی، ویلي چې طالبانو د سولې د خبرو د پیل لپاره د انس حقاني په شمول، د ځینو طالب زندانیانو د خلاصېدو شرط مطرح کړی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي چې له طالبانو سره له څو طریقه اړیکې لري، خو د خبرو له پیل مخکې ورته شرطونه د منلو وړ نهدي.
ښاغلی قاسمیار وايي، د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالب بندیانو خلاصون او په قدرت کې د څرنګه شاملېدو تګلاره تل د بحث وړ موضوعات وي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه لېږلي پیغام کې د سولې هر ډول خبرې او د شرطونو په اړه بیان افواهات وبلل.

له دې سره که دا خبرې جریان پیدا کړي، ایا حکومت به د جګړې په ډګر کې نیول شوي طالب زندانیان چې په ځينو يې د اعدام حکم هم جاري شوی، خوشې کړي؟
د حقوقپوهانو د ټولنې مرستیال عبدالسبحان مصباح وايي، له حقوقالعبد ورهاخوا، په نورو جرمي مسایلو کې ولسمشر دا صلاحیت لري.
نوموړي وویل:
"که یو څوک چېرته له خلکو سره ستونزې لري، په دې اړه نه دولت څه کولای شي او نه هم طالبان، خو هغه د حقالله موضوع چې هغه تر ډېره په جرمي مسایلو پورې اړه لري، دا په دولت پورې اړوند خبرې دي او ولسمشر کولای شي چې په داسې موضوعاتو کې تېر شي او سولې ته د رسېدو په خاطر څه نرمښت وښيي."
د افغانستان د سولې د پروسې اوږد مزل، هیلې، خوشبینۍ، خو بیا د جګړې د ښکېلو خواوو د یو لوري لهخوا رد ځواب، سولې ته د رسېدلو په خاطر د افغانانو باورونه زیانمنوي، خو د سولې عالي شورا وايي، دا چې امریکا اوس د سولې د خبرو د زمینې برابرولو په لټه کې ده، دوی ورته ډېر هیلهمن دي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ