په ارزګان کې د ۱۴م ټولګي محصلین: د لوړ زده وزارت راسره توپیري چلند کوي.
دغو محصلینو چې شمېر یې لسکونو تنو ته رسېده، نن یکشنبه د اعتراض په شکل له مرکزي حکومته د خپل حق غوښتنه وکړه.
دوی وايي، د کانکور د ازموینې پرمهال ورته سل سوالونه د ځواب لپاره ورکول شوي، خو په مرکز کې نمرې ورته د ۱۶۰ سوالونو له طریقه ورکول شوي او بل د ازموینې پرمهال ورته یوازې ۴۰ دقیقې وخت په دې خاطر ورکول شوی چې له راغلي هیئت څخه د پرواز الوتکه کابل ته ستنېده.
محصلینو له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې یوځل بیا دې د ازموینې چانس ورکړي.
د ارزګان د لوړ زده کړو مسؤلین هم مني چې له دغو محصلینو سره توپیري چلند شوی دی.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: