د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۱ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۶

دفاع وزارت: د امریکا له خوا د هایدرا راکټونو ورکړه د افغان ځواکونو د پیاوړتیا سبب کېږي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د امریکا له لوري افغان هوايي ځواکونو ته د هایدرا راکټونو رانیول به د دغو ځواکونو د پیاوړتیا لامل شي.

هایدرا هغه راکټونه دي چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري به افغان هوايي ځواکونو ته ورکړل شي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دغه راکټونه به د افغان هوايي ځواکونو وړتیا لوړه کړي او له ترورېزم سره په مبارزه کې به ګټور تمام شي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا چې افغان ځواکونه نوي دي، نو اوس هم د نړیوالو همکارانو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی زیاتوي:

"نه یوازې د دې راکټونو په برخه کې، بلکې په بېلابېلو نورو برخو کې هم لکه د دفاع وزارت استخباراتي او ټیکنالوژي او هوايي ځانګو کې چې زموږ د ځمکنیو ځواکونو ملاتړ وکړي، د متحده ایالاتو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي."

پینټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي چې له جنرال ډاینامکس کمپنۍ سره یې د ۴۳ اعشاریه ۳ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت، د هایدرا په نوم د راکټونو جوړولو قرارداد کړی.

د پنټاګون په اعلامیه کې راغلي چې د دغه قراراد له مخې، یاده کمپنۍ مکلفه ده چې افغان ځواکونو ته راکټونه تهیه کړي.

خو د امریکا دفاع وزارت په دې اړه جزیات نه دي ورکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې دغه راکټونه به څه وخت افغان ځواکونو ته په واک کې ورکړل شي.

د امریکا دفاع وزارت
د امریکا دفاع وزارت

​پنتاګون دوه اوونۍ مخکې هم وویل چې د ۱ اعشاریه ۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت د (سیرا نیوادا کورپ) په نوم له یوې کمپنۍ سره یې افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو برابرولو په هدف یو تړون لاسلیک کړی دی.

امریکا تېره اووني هم د (ایم. ډي ۵۳۰) ډوله پنځه هليکوپټرې د افغان هوايي ځواکونو په واک کې ورکړې او ویل شوي چې په نېږدې راتلونکي کې به ۱۲ نورې الوتکې هم افغان ځواکونو ته وسپاري.

به ورته وخت کې د پوځي چارو افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې هایدرا راکټونه د وړو او متحرکو هدفونو په نښه کولو لپاره ډېر ګټور دي چې ورنه په استفادې سره ملکي تلفات هم راکمېږي.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

دی وایي:

"له هوا ځمکې ته راکټونه ډېر ګټور دي او ډېره اړټیا ده ورته، ځکه د بم په غورځولو سره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي او نور زیانونه هم اړوي، خو دا راکټونه واړه او متحرک هدفونه په نښه کوي او له منځه یې وړي."

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو او افغان چارواکو مخکې تر دې ټینګار کړی چې افغان هوايي ځواکونو ته د پوځي الوتکو په ګډون، ډېر امکانات په واک کې ورکول کېږي او د دغو ځواکونو شمېر هم درې چنده کېږي.

په ورته وخت کې جنرال امرخېل وايي چې د افغان هوايي ځواکونو سمبالول په پرمختللو وسایلو او الوتکو یوه مهمه موضوع ده او پکار ده چې امریکا او ناټو یې په پام کې ولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG