د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

وکيلان: حکومت دې په جوزجان کې د داعش تسلیم شويو غړيو ته سزا ورکړي


په ولسي جرګه کې د جوزجان یو شمېر استازي له حکومته غواړي چې هغو ۲۵۰ داعش وسله والو ته سزا ورکړي چې څه موده وړاندې په جوزجان کې افغان دولت ته تسلیم شوي دي.

که څه هم د یوې نیمې میاشتې په تېرېدو سره د هغو داعش وسله والو چې په جوزجان کې افغان حکومت ته تسلیم شوي برخلیک لا هم نه دی معلوم، خو په ولسي جرګه کې د جوزجان یو شمېر استازي له حکومته په دې اړه د وضاحت غوښتونکي دي.

عبدالستار درزابي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغو وسله والو په جوزجان کې زیات شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي، نو سخته سزا باید ورکړل شي.

ښاغلي درزابي غوښتنه وکړه چې حکومت باید په دې اړه وضاحت ورکړي.

نوموړي وویل:

"تر اوسه عدلي او قضايي ارګانونو او ملي امنیت د دې کسانو په اړه خلکو ته معلومات نه دي ورکړي چې په څومره شمېر يې په اشد مجازات محکوم شول، څومره يې بېرته خوشې شول؟ دا تر اوسه له موږ سره سوال دی چې لا نه دی حل شوی، هغه کسان چې زیانمن شوي دي، هغه کسان چې لا هم زورېږي او هغه کسان چې د خپلو قربانیانو په غم کې ناست دي، دا ټول دې ته سترګې پر لار دي چې د دې جنګیالیو جنایتونه باید ونه بښل شي."

ښاغلی درزابي وايي، د جوزجان خلک منتظر دي چې حکومت دغو وسله والو ته سزا ورکړي.

د اسلامي دولت یا داعش دغه وسله وال چې شمېر يې دوه نیم سوه تنو ته رسېده، نېږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې په داسې حال کې افغان حکومت ته تسلیم شول چې د وسله والو طالبانو تر سخت فشار لاندې راغلل.

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي چې په تسلیم شویو وسله والو کې ۳۰ تنه ښځې هم شاملې دي.

په جوزجان کې تسلیم شوي داعشیان
په جوزجان کې تسلیم شوي داعشیان

د دغو وسله والو له تسلیمۍ وروسته په جوزجان کې یو شمېر خلکو دوی په جنسي زورونې او د بشر له حقونو په سرغړونه تورن کړل او د محاکمه کېدو غوښتنه يې وکړه.

د افغانستان اجرائیه رئیس د دغې جنګي ډلې د غړو له تسلیمۍ پنځه ورځې وروسته وویل چې له تسلیم شویو داعش جنګیالیو سره د جنګي اسیرانو په څېر چلند کېږي، نه د سوله کوونکو.

ښاغلي عبدالله وویل، په شمال کې د داعش وسله والو تسلیمي باید په دې معنی نه ‌وي چې د دوی له جنایاتو دې سترګې پټې شي.

په ورته وخت کې د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، که پر کوم وسله وال د ظلم او زور مشخصه ادعا موجوده وي، محاکمه به شي.

د جوزجان والي لطف الله عزیزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله وال کابل ته انتقال شوي او د برخلیک په اړه يې دی هم معلومات نه لري، خو نوموړي وویل چې تورن کسان به د اساسي قانون په چوکاټ کې محاکمه شي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه:

"کوم داعشیان چې تسلیم شوي وو، کابل ته انتقال شوي دي، برخلیک يې لوړو چارواکو ته معلوم دی چې چېرته ساتل کېږي، کومو کسانو چې د دغو جنګیالیو پر ضد دعوې لرلې، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي او هر چا چې جرم کړی و او پرې ثبوت شو، نو د قانون له مخې به محاکمه شي."

له دې وړاندې هم د جوزجان سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي وو چې تسلیم شوي داعشیان به د بشري ضد جنایاتو د ترسره کولو په تور، د محاکمې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د دغو وسله والو له ډلې د یو شمېر دوسیې دوی ته رسېدلي او په اړه يې څېړنې روانې دي.

دغې سرچینې وویل چې یاد وسله وال په څو برخو وېشل شوي دي.

یوه ډله ماشومان دي چې د ماشومانو څارنوالۍ يې په اړه څېړنې پیل کړي، بله ډله چې لوی عمرونه لري، ملي امنیت ترې څېړنې پیل کړي او یوه ډله يې چې له دیارلسو کلونو کم عمر لري، د قانون له مخې جزايي مسؤلیت نه لري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG