شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خپل لومړنی بهرنی سفر له کابله پیل کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې په سیمه کې د ترورېزم سره په ګډې مبارزې او د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر بشپړ عملي کېدو بحث او خبرې کړې دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د يادو موضوعاتو ترڅنګ دواړو لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر او په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت هم خبرې وکړې.
نوموړي وویل:
"په دغه لیدنه کې په مختلفو موضوعاتو لکه په امنیت، د سیمې په سولې او ثبات، د ترورېزم په وړاندې په ګډې مبارزې او د عمل پلان په پلي کېدو د نظر تبادله وکړه، دواړو لوریو د عمل پلان د افغانستان او پاکستان لپاره ګټور وباله او پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل بیا ویلي چې له کابله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي قریشي د بهرني سفر پیل په سیمه او افغانستان کې د امن لپاره د پاکستان د لېوالتیا ښکارندويي کوي.
ده په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کامیاب پیل به په راتلونکي کې د سولې د خبرو او د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو جوړېدو لامل وګرځي.
په ورته وخت کې ځيني پاکستاني رسنیو لیکلي چې کابل ته د پاکستان د دغه پلاوي تر سفر مخکې د پاکستان لوړپوړي چارواکي د صدراعظم عمران خان په مشرۍ، په یوه غونډه کې چې د هغه هېواد د پوځ او ای اېس ای مشران هم پکې وو، له افغانستان سره د اړیکو او د سولې د خبرو پر موضوع غېږېدلي دي.
جیو نیوز د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ به د سولې او عمل پر پلان، د پولې په مدیریت، په سوداګریزو اړیکو او په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د بندېدو په ستونزو هم خبرې وشي.
جیو نیوز دا هم لیکلي چې شاه محمود قریشي به افغان ولسمشر ته د پاکستان د صدراعظم له خوا هغه هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړي.
ولسمشر غني په وروستي ځل په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی و.
خو تر هغې وروسته چې د افغان حکومت په خبره پاکستان افغانستان سره په خپلو ژمنو کې رښتینی پاتې نه شو، د دغه هېواد مشرانو هم د بیا بیا بلنو سره سره هغه هېواد له سفره ډده وکړه.
خو د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، د افغانستان او د پاکستان د نوي حکومت تر منځ د خبرو اترو د تازه فصل په پرانیستل کېدو او د پاکستان او امریکا دریځونو ته په کتو سره تمه ده چې د کابل او اسلام اباد تر منځ ترینګلي اړیکې بېرته روغې شي.
د دغې کمېسیون مرستیال محمد عثمان رحماني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"تر هغه ځایه چې مونږ معلومات لرو، امریکا پر پاکستان فشارونه راولي او له بل لوري د پاکستان نوي حکومت د افغانستان په اړه د ښه نیت ویلي، نو مونږ هیله مند یوو چې د دغې کار لپاره به دا سفر ان شالله ډېر ښه وي او ورسره به اړیکې ښې شي."
دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ شته ستونزې په تاوتریخوالي نه بلکې په خبرو هوارېږي.
د ښاغلي رحماني په خبره، افغانستان باید د خبرو اترو له رامنځته شوي فرصته بشپړه استفاده وکړي او هم پر پاکستان نړیوال فشارونه تعقیب کړي.
راپور: واصل وصال
پخواني معلومات:
په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د هغه هېواد لومړی لوړپوړی چارواکی نن کابل ته راورسېد.
دا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د شاه محمود قریشي لومړنی بهرنی سفر دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سفر اجنډا په سیاسي او امنیتي موضوعاتو بحث او د کابل او اسلام اباد تر منځ د سولې او عمل پر پلان خبرې اترې دي.
د یاد وزارت ویاند صبغت احمد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته رارسېدلی او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو له وزیر سره له لیدو وروسته له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره هم وګوري، د دغه سفر هدف په امنیتي او سیاسي موضوعاتو بحث او دغه شان د افغانستان او پاکستان د سولې د عمل پر پلان خبرې اترې دي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل بیا ویلي چې له کابله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي قریشي د بهرني سفر پیل په سیمه او افغانستان کې د امن لپاره د پاکستان د لېوالتیا ښکارندوي کوي.
ده په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې کامیاب پیل به په راتلونکي کې د سولې د خبرو او د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو جوړېدو لامل وګرځي.
په ورته وخت کې ځنیو پاکستانیو رسنیو لیکلي چې کابل ته د پاکستان د دغه پلاوي تر سفر مخکې د پاکستان لوړي پوړي چارواکي د صدراعظم عمران خان په مشرۍ په یوه غونډه کې چې د هغه هېواد د پوځ او «ای. اېس. ای» مشران هم پکې وو له افغانستان سره د اړیکو او د سولې د خبرو پر موضوع غږېدلي دي.
جیو نیوز د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ به، د سولې او عمل پر پلان، د پولې په مدیریت، په سوداګریزو اړیکو، او په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د بندېدو پر ستونزو هم خبرې وشي.
جیو نیوز دا هم لیکلي چې شاه محمود قریشي به افغان ولسمشر ته د پاکستان د صدراعظم لخوا هغه هېواد ته د سفر بلنه هم ورکړي.
ولسمشر غني په وروستي ځل په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه په کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی وو.
خو تر هغې وروسته چې د افغان حکومت په خبره پاکستان افغانستان سره په خپلو ژمنو کې رېښتینی پاتې نه شو د دغه هېواد د مشرانو د بیا بیا بلنو سره سره هغه هېواد ته له سفره ډده وکړه.
خو د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، د افغانستان او د پاکستان د نوي حکومت تر منځ د خبرو اترو د تازه فصل په پرانېستل کېدو او د پاکستان او امریکا دریځونو ته په کتو سره تمه ده چې د کابل او اسلام اباد تر منځ ترینګلي اړیکې بېرته روغې شي.
د دغې کمېسیون مرستیال محمد عثمان رحماني په دېاړه ازادي راډیو ته وویل:
"تر هغه ځایه چې موږ معلومات لرو امریکا پر پاکستان فشارونه راولي او له بل لوري د پاکستان نوي حکومت د افغانستان په اړه د ښه نیت ویلي نو موږ هیله من یو چې د دغې کار لپاره به دا سفر ان شاءالله ډېر ښه وي او ورسره به اړیکې ښې شي."
دی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ شته ستونزې په تاوتریخوالي نه بلکې په خبرو هوارېږي.
د ښاغلي رحماني په خبره، افغانستان باید د خبرو اترو د رامنځته شوي فرصت نه څخه بشپړه استفاده وکړي اوهم پر پاکستان نړیوال فشارونه تعقیب کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ
پخواني معلومات
افغان حکومت له پاکستان څخه غواړي چې پر هغو ژمنو او وعدو عمل وکړي چې دې هیواد د افغانستان په اړه کړي دي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دا خبره په داسې حال کې وکړه چې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغان مقاماتو سره د کتنې لپاره کابل ته ځي.
ښاغلي مرتضوي ازادۍ راډیو ته وویل:
"مونږ غواړو چې له پاکستان سره اساسي او تاریخي ستونزې حل شي.مونږ له پاکستان غواړو چې پر هغو وعدو او ژمنو عمل وکړي چې له افغانستان سره يې کړي دي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ وویل چې شاه محمود قریشي به له افغان مشرانو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د عمل د ګډ پلان په اړه هم خبرې وکړي.
افغان حکومت په تیره ثور میاشت کې له پاکستان سره د ګډې سولې او پیوستون پر ګډ پلان جوړولو موافقه وکړه.
شاه محمود قریشي به له افغان مشرانو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د عمل د ګډ پلان په اړه خبرې وکړي
له تروریزم سره مبارزه ،امنیتي همکاري ،د سولې او روغې جوړې پروسه ،ګډه پراختیا،له پاکستان څخه د افغان ګډوالو ستنیدل اود تاوتریخوالي کمول د کابل او اسلام اباد ترمنځ د عمل د ګډ پلان برخې دي.
افغان او امریکايي چارواکي له پاکستان څخه غواړي چې د هغو وسله والو پر ضد ریښتیني او جدي مبارزه وکړي د پاکستان له خاورې څخه په استفادې په افغانستان کې بریدونه کوي.
له پاکستان څخه د افغان حکومت بله غوښتنه پر طالبانو د اسلام اباد نفوذ ته په پام له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د طالبانو هڅول دي.
د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان واک تر رسیدو وروسته ژمنه وکړه چې حکومت به يې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي.
خو د سیاسي چارو افغان کارپوه سمیع یوسفزۍ وايي د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت ددې هیواد د پوځ تر اغیز لاندی دی او کابل ته د شاه محمود قریشی سفر به کومه خاصه نتیجه ونه لري.
" د پاکستان د دولت تګلاره د پوځ او استخباراتو لخوا جوړیږي.شاه محمود قریشې مخکې هم د بهرنیو چارو وزیر و. له دې پرته هم د پاکستان د نوي حکومت په اړه ویل کیږي چې د پوځ او استخباراتو تر زیات اغیز لاندی دی . نو داسې نه بریښي چې له کابل څخه د شاه محمود قریشي کتنه به کوم نوی پیغام ولري."
سمیع یوسفزۍ: د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت ددې هیواد د پوځ تر اغیز لاندی دی
شاه محمود قریشي وروسته تر هغې کابل ته سفر کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوي د روانې سیپتمبر میاشت په بینځمه نیټه له اسلام اباد کتنه وکړه او د پاکستان له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر سره يې د افغانستان د سولې او روانې جګړې په اړه خبرې وکړې.