د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور ګواښ کوي چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ترسره کېدونکو ټاکنو ممانعت به وکړي.
ښاغلي نور د پنجشنبې په ورځ مزارشریف کې د شهید اوونۍ په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د ټاکنو د شفافیت د نه تضمین په صورت کې به د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي.
هغه همداراز په بازار کې د انتخاباتي سټېکرو او د رای پاڼو د خرڅلاوي په اړه هم اندېښنه وښوده.
عطا محمد نور زیاته کړه:
"یو وطن فروش او فاسد کس چې د ملي پروسې په ارزښت نه پوهېږي او د یوه هېواد له ملي سرنوښت سره لوبه کوي، له هغه به نور څخه توقع ولرو چې وتوانېږي یوه پروسه په بریاليتوب پای ته ورسوي، موږ مصمم یو که ترڅو ټاکنې ړنې نوي، په وړاندې یې درېږو."
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر د شهید اوونۍ په مناسبت یادې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د عطا محمد نور خلاف خلک د ولسي جرګې او ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخې اخیستو ته وهڅول.
ښاغلي رهګذر وویل:
"تاسو رابولم، په ټاکنو کې کوم چې سرنوښت جوړنکی بهیر دی په جدي او مسئولانه توګه برخه واخلئ."
عطا محمد نور په هېواد کې روانه نا امني د بهرنیو هېوادونو د ګتو د تامین کېدو اصلي عامل بولي، او وايي چې بهرني هېوادونه خاصتآ د افغانستان ګاونډیان هېڅ کله هم په دې هېواد کې د سولې د ټینګښت غوښتونکي نه دي.
ښاغلي نور وویل:
"هر هغه بهرنی هېواد چې په افغانستان کې ذي نفع دی او یا یې په یو ډول نه یو ډول دلته منافعي نغښتي دي، هغوی تاسو ته سوله نه راولي او ګاونډي هېوادونه هېڅ یو یې دلته د سولې راتګ ته لېواله نه دي."
په همدې حال کې د هېواد د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د شهید اوونۍ په مناسبت خپل پیغام کې د دولت له مخالفو وسله والو غوښتي چې افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې صادقانه هڅې وکړي.
د جنرال دوستم دا پیغام په بلخ کې د شهید اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د جنبش ګوند مرستیال عزیز الله کارګر ولوست.
د پیغام په یوه برخه کې داسې راغلي:
"له مخالفینو هم غواړم چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسولو په خاطر صادقانه او په وطن مینانه هڅې وکړي."
په داسې حال کې د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور ګواښ کوي چې د ټاکنو د نه شفافیت په صورت کې به د ټاکنو د ترسره کېدو مخه به ډب کړي، چې تر دې پخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسئولانو په کراتو د آزاده او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ څرګند کړی دی.
راپور: مجیب الرحمن حبیبزی