د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۰ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۰۳

غني: غلط تصمیمونه او مداخلې د افغان ځواکونو د تلفاتو د لوړوالي لاملونه دي


افغان ولسمشر وايي چې د ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي لامل په نامناسبو او غیر ضروري ځایونو کې د سرتېرو ځای پرځای کول دي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې افغان ځواکونه ته د ور اوښتو تلفاتو د مخنیوي لپاره باید سرتیري متحرک شي، له پوستو راووځي او تعرضي حملې پیل کړي.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ یې په ارګ کې د شهید اوونۍ په مناسبت د افغان وژل شوېو ځواکونو وارثینو ته وینا کوله وویل چې غلط تصمیمونه او مداخلې د افغان ځواکونو د تلفاتو د لوړوالي لاملونه دي.

نوموړی وايي:

"له بده‎مرغه زموږ تر ټول زیات تلفات د ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه د غلطو تصمیمونو له امله وو، په تعرض کې مو کمه قرباني ورکړې، قرباني مو له دې امله وه چې له حده زیات سیاسي او اجتماعي مداخلې وې چې ځواکونه په ځانګړي توګه ملي پولیس مو په غلطو ځایونو کې ځای پرځای کړي وي."

که څه هم افغان حکومت په جګړو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه ورکوي، خو په‎دې وروستیو کې وسله‎والو مخالفینو په یو شمېر ولایتونو کې جګړې تُندې کړې چې ورسره دواړو لورو ته د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

افغان ولسمشر وايي، د ورځې بده برخه یې سهار د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمېرو اورېدل وي چې په خبره‎یې دا هغه مهال بیا شل دقیقې له چا سره نه غږېږي او لکه مار هسې تاوېږي.

د محمد اشرف غني په خبره دغه تلفات د لوی هدف لپاره چې د کړکېچ ختمول دي ورکول کېږي.

دی وايي چې د تلفاتو د مخینوي او په مناسبو سیمو کې د قوتونو د ځای پرځای کولو مسئله په ملي بحث بدله شوې ده.

په ورته ووخت کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل، کمزورې قومانده، په طاقه ډول د پوستو اچول او بېلابېل نور لاملونه د افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي.

باري عارض
باري عارض

نوموړی زیاتوي:

"په‎دې وختونو کې رښتیا هم تلفات زیات شوي، په طاقه ډول د پوستو جوړل د دښمن د حملې خوراک کېږي چې ورسره د تلفاتو کچه هم لوړېږي، دوی دې په مراکزو کې راټول او تعرضي حملې دې پیل کړي چې په تعرضي عملیاتو کې د ځواکونو تلفات کمېږي."

بل‎خوا د پوځي چارو کارپوه حی‎ګل سلمانخېل په باور په ځواکونو کې د ځینو داسې کسانو په دنده ګمارل چې پوځي نظم او ډیسپيلن ته درناوی نه‎لري، هم د تلفاتو د لوړوالي لامل ګرځي.

ښاغلی سلمانخېل ټینګار کوي چې د افغان ځواکونو ترمنځ باید د قوماندې مرکز پیاوړي شي او دغه شان د ځواکونو ترمنځ هم‎غږي رامنځته شي چې دا، د افغان ځواکونو د تلفاتو له کمولو سره مرسته کوي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG