د امنیت د ټینګښت په هدف په کندهار کې په لومړي ځل د ملي اردو محلي ځواک جوړېږي.
چارواکي وایي، دغه ځواکونه به په لومړي سر کې د کندهار په څلورو ولسوالیو کې د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې رامنځته شي او غړي به یې د سيمې اوسيدونکي وي.
په جنوب کې د ملي اردو چارواکي وایي، د مرکزي ادارې د پريکړې پر اساس د کندهار د امنیت د لا ټینګښت په هدف د دې ولایت په څلورو ولسوالیو پنجوايي، ارغنداب، ژړۍ او شاوليکوټ کې د ملي اردو د سميهیيزو ځواکونو تشکيل رامنځته کوي.
پهدې اړه په جوړه شوې غونډه کې د يادو ولسوالیو ولسوالان د دغو ځواکونو پر ښې روزنې ټینګار کوي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود وايي چي د رامنځته کېدونکو ځواکونو د دوو ټوليو تشکيل پوره شوی او د پاتې نورو لپاره د کسانو د جذب او روزنې لړۍ روانه ده.
بهبود وویل چې د ملي اردو په سيمهییزو ځواکونو کې به جذبېدونکو کسانو ته زده کړي ورکول کېږي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند کېږي.
دی زیاتوي:
"د محلي اردو هېڅ غړی دا حق نهلري چې د کوم چا څخه د عُشر او زکات په نوم څه وغواړي که کوم څوک داسې څه وکړي نو د ملي اردو د منسوبینو په ډول به مجازات او مکافات شي، که بیا هم د محلي ځواک کوم غړی خدای مه کړه د قانون خلاف عمل کوي ژر تر ژره به قانوني چلند ورسره وشي."
پر همدې مهال په ټولنيزو چارو کې د کندهار د والي مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري وایي، هڅه کېږي چې د ملي اردو د سيمه ییزو ځواکونو په تشکيل کې د ولسوالیو لوستي ځوانان جذب شي.
افغان حکومت د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ستراتيژۍ تر اعلان وروسته وویل چې د امنیت د لا ټېنګښت په هدف به په ټول هېواد کې د اردو د متقاعدو افسرانو په ګډون یو نوی سيمهیيز ځواک رامنځته کړي چې د وسلهوالو پر ضد به د نورو ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي.
راپور : صادق رښتینی