د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۵

د کجکي اوسیدونکي: یو شمېر راغلي ایراني اتباع د کجکي بند د ورانولو طرحې جوړوي


د هلمند ولایت د کجکي اوسیدونکي وايي، دې ولسوالۍ ته یو شمېر راغلي ایراني اتباع د بند د ورانولو طرحې جوړوي.

دوی زیاتوي کله د سپکو خو کله کله د درنو وسلو بریدونه هم کېږي. وسله‎وال تقریباً هره شپه د کجکي ولسوالۍ سره د تنګي پر امنیتي کمربند بریدونه کوي او افغان ځواکونه يې په درنو او سپکو وسلو ځواب ورکوي.

د کجکي د ټولنیزې شورا وکیلان وايي، د سیمو خلکو ورته ویلي دي چې د کجکي په مربوطاتو کې یو شمېر ایرانیان چې وسلې هم لري، د برښنا د بند په اړه د عامو خلکو څخه پوښتنې کوي او ان د ځان سره ډرون کمرې هم ګرځوي.

د کجکي دولتي مسوولین په‎دې اړه څه نه وايي، خو د بند د امنیت له‎پاره د پوره چمتوالي خبر ورکوي.

بشپړ راپور یې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي برابر کړی چې د لاندې لېنک پهکېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00

XS
SM
MD
LG