د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۳

ولایتي شورا او فعالان: د غزني ۹ ولسوالۍ یو مخ سقوط دي

د غزني د ولایتي شورا غړي او مدني فغالان وايي، د دغه ولایت له اتلسو څخه اتلس ولسوالۍ یا خو سقوط، یا يې لارې بندې او یا یې هم مرکزونه د غزني ولایت مرکز ته انتقال شوي دي.

دوی وايي، اجرستان، خواخه عمري، ناوه، ده‎یک، رشیدان، جغتو، زنه‎خانه، واغظ او خوګیاني ولسوالۍ یو مخ سقوط دي، قره‎باغ، اندړ، ګیرو، مقر، اب بند او ګیلان هغه ولسوالۍ دي چې یوازې مرکزونه یې د دولت په‎لاس کې دي، خو د دې ترڅنګ جاغوري، مالستان او ناور ولسوالیو ته تللې لارې له سختو امنیتي مشکلاتو سره مخ دي.

د ولایتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال ازادي راډیو ته وویل:

"د دغه ولسوالیو سقوط حالت د غزني د سقوط سبب کېدای شي، که دولت یې غم ونه خوري نو ستونزې راولاړولی شي."

​د یادې شورا یو بل غړی عبدالباري شلګری وايي:

"د مرکزي دولت نه پاملرنې او بې غورۍ د غزني ولایت ولسوالۍ له سقوط سره مخ کړی چې پایلې به‎یې د غزني د سقوط او د افغانستان د ناامني سبب شي."

مدني فغال نیاز محمد ودان هم د غزني په ټولو ولسواليو کې ژوند فلج ګڼي او وايي:

"تعمیري، پراختیايي او د پرمختګ کارونه په ټپه ولاړ دي چې ورسره د خلکو ژوند په ټپه ولاړ دی."

که د ولایتي شورا غړي، ولسي خلک او مدني فعالان د غزني د ټولو ولسوالیو په اړه شکایت لري خو دولتي چارواکې ډاډ ورکوي چې د دغه ستونزې حلول یې په نظر کې نیولي دي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی
د غزني والي وحیدالله کلیمزی

د غزني والي وحیدالله کلیمزي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په پلان کې لرو چې له ځینو کارونو وروسته د ولسوالیو د لارو خلاصول او د مرکزونو بېرته انتقال ترسره کړو."

ښاغلی کلیمزی د سقوط ولسوالیو په اړه غلی پاتې شو.

غزنی د افغانستان له جګړه ځپلو ولایتونو څخه یو دی چې خلک یې ډېری وخت د درنو جګړو شاهدي ورکوي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG