د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۳

افغان چارواکي نړیوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي

د هند په مُمبۍ کې نن د افغانستان او هند ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د نړیوال نندارتون ترڅنګ پر دې خبرې کیږي چې څرنګه بهرنیان په افغانستان کې پانګونه کولی شي او څرنګه افغانستان د دوی امنیت تأمینولی شي.

د دې نندارتون د پرانېستو په مراسمو کې پرون چهارشنبه د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د غونډې له برخه والو سره ژمنه وکړه چې پانګه‌والو ته به د امنیت له پلوه شرایط سم کړي.

نوموړي وویل:

"د پانګه‌والو لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کول او د بهرنۍ پانګونې حمایت زموږ اصلي هدف دی او په‌دې برخه کې جدي یوو. موږ د خصوصي ملي سکتور د لومړیتوب د پروګرام د نهايي کېدو په مرحله کې یوو. د دې پروګرام له مخې زموږ هدف دا دی چې د خپلو کورنیو تولیداتو بازار پراخ کړو، تولیدات زیات کړو او د صادراتو کمیت او کیفیت لوړ کړو."

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

​که څه هم اجرائیه رئیس د امنیت په برخه کې بهرنیو ته ډاډ ورکړ، خو په ورته وخت کې یې وویل چې له بده مرغه امنیت اوس هم یوه جدي ستونزه ده، خو افغانانو دا زده کړې ده چې څرنګه په دغسې حالت کې پانګونه وشي او سوداګري پراخه شي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله د افغانستان د جغرافیایي موقعیت پر اقتصادي اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل:

« له اقتصادي پلوه جنوبي اسیا یوه له هغو سیمو ده چې له یوه بل سره وصل نه ده. په سیمه ییزه کچه تجارت دلته شاوخوا شپږ فیصده دی او د هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ هم کمزورې ده. د دې لپاره په سیمه کې د تجارتي اړیکو او پانګونې لپاره هڅو ته اړتیا شته. په دې اساس باید د افغانستان جیو ستراتیژيک اقتصادي موقعیت، د سیمه ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورټ لپاره د ارتباطي پل او سیمه یییز اتصال لپاره په نظر کې ونیول شي او ورسره د اقتصادي او پراختیایي مرکز او محرک په توګه چلن وشي.»

عبدالله عبدالله چې د افغانستان د خصوصي سکتور د اجراییوي کمیټې مشري هم کوي، د اداري فساد ستونزې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې ستونزې د مخنیوي په برخه کې پرمختګ شوی دی.

د " بریالیتوب د لارې" په نوم ورته نندارتون تیرکال هم په هند کې جوړ شوی و

د " بریالیتوب د لارې" په نوم ورته نندارتون تیرکال هم په هند کې جوړ شوی و چې تر ۱۰۰۰ ډيرو پانګه والو او سوداګرو برخه پکې اخیستې وه. د راپورونو له مخې په هغه نندارتون کې تر ۲۴۰ میلیونه ډالر ډیره سودا وشوه.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي
په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي ازادي راډيو ته وویل چې د دې نندارتون ترڅنګ افغان چارواکي په افغانستان کې د پانګونې د بیلابیلو برخو په اړه معلومات ورکوي:

« په افغانستان کې انرژي، د بندونو جوړونه، د سړکونو جوړیدل، د ترانسپورت او ریل کرښې د افغانستان د تعلیم په برخه کې، د افغانستان ټول هغه اقتصادي سکتورونه چې د افغانستان په رغاونه کې مرسته کوي د هغو په ارتباط به هر وزیر د خپل وزارت او مشخص سکتور په اړه پانګوالو ته راپور ورکوي»

په پرونیو غونډو کې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله ترڅنګ، د مالیې وزیر همایون قیومي، د اقتصاد وزیر مصطفی مستور او د افغانستان بریښنا شرکت عمومي رییس امان الله غالب برخه اخیستې وه.

دغه نندارتون به د شنبې تر ورځې په مُمبۍ کې پرانیستی وي

په افغانستان کې د امریکا د متحد ایالتونو سفیر جان بس، د هند د صنعت وزیر سورش پرابهو، په هند کې د امریکا شاژدافیر او یوشمیر نور هندي، امریکایي او د ځینو نورو هیوادو پانګوالو هم ګډون پکې کړی چې د ټولو شمیر نژدې ۲۰۰۰ ته رسیده.

دغه نندارتون به د شنبې تر ورځې په مُمبۍ کې پرانیستی وي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG