د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۲

امریکا وايي د هغو افغان سرتېرو په اړه څېړنه کوي چې له دوی سره کار کوي


د امریکا د دفاع وزیر وايي، د افغانستان ملي اردو د خپلو هغو ځواکونو په اړه دقیق معلومات او څېړنه کوي چې له امریکايي سرتېرو سره یو ځای کار کوي.

ښاغلي مټیس ویلي چې دا ګام د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر خپلو امریکايي او نورو نړیوالو متحدانو د بریدونو د مخنیوي لپاره پورته کېږي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، له کابل څخه يې په خپله وروستۍ کتنه کې دا موضوع له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم مطرح کړې ده.

دا اقدامات په داسې وخت کې کېږي چې په دې وروستیو کې په دوه پېښو کې افغان سرتېرو دوه امریکايي عسکر په ډزو ووژل.

جوزیف ماسیل او تیموتي بالیارد دوه امریکايی پوځیان وو چې په ارزګان او لوګر ولایتونو کې د افغان سرتېرو په ډزو ووژل شول.

دا دواړه وژل شوي سرتېري د امریکا د پوځ د هغې فرقې غړي وو چې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

جیمز مټيس پرون خبریالانو ته وویل افغان چارواکو د خپلو ځواکونو روزنه ګړندۍ او پراخه کړې ده او امنیتي پوستې يې هم زیاتې کړي څو د افغان ځواکونو په لیکو کې سخت دریځه افراد په نښه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر د جمعه په ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته لاړ او له افغان ولسمشر او نور چارواکو سره يې د افغانستان د سولې د پروسې، د روانې جګړې د څرنګوالي، او د راتلونکو انتخاباتو د امنیت په اړه خبرې وکړې.

امریکا د افغانستان د سولې په مسله کې خپله همکاري زیاته کړې ده او د همدې هدف لپاره يې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د ځانګړي سلاکار په توګه ګمارلی دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر او نورو چارواکو په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه هیله بخښونکې څرګندونې کړي دي او ویلي يې دي چې د سولې له هڅو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د پراخ ملاتړ شاهدان دي.

XS
SM
MD
LG