د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۷

د انګلستان د کرکټ لوبډلې ټېسټ سیالۍ ۴ د یو په مقابل کې وګاټه


د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې هندوستان کرکټ لوبډلې ته په پنځمه ټېسټ سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو لړۍ ۴ د یو په مقابل کې وګټله.

په دغه پنځه ورځنې لوبه کې ټاس د انګلستان لوبډلې وګاټه او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه چې په دواړو ایننګزونو کې يې ۷۵۵ منډې وکړې، خو هندي لوبډلې په دواړو ایننګزونو کې ونه توانېده چې یاد هدف پوره کړي او دغه سیالي يې د ۱۱۸ منډو په توپير وبایلله.

دا د هندوستان او انګلستان تر منځ پنځمه ټیسټ سیالي وه.

په دې بریا سره انګستان له هندوستانه د لوبو دغه لړۍ څلور د یو په وړاندې وګټله.

XS
SM
MD
LG