د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

فارن پالېسي: ايا طالبان سولې راوستلو ته چمتو دي؟


  • فارن پالېسي

فارن پالېسي خپرونه د افغانستان د سولې په اړه په دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده؛ ايا طالبان سولې راوستلو ته چمتو دي؟

مقاله لیکي، له شپږ مياشتو راهيسي په افغانستان کې که څه هم سوله نه‌ده راغلې، خو د سولې راوستلو ژمنې زياتې شوې دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په تېره فبرورۍ مياشت کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړانديز وکړ.

د نړۍ ټولو ديني عالمانو د دې پرېکړې ملاتړ وکړ.

ورپسې ولسمشر په تېر جون مياشت کې اوربند اعلان کړ چې په ځواب کې يې طالبانو هم درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

ولسمشر غني په تيره جون مياشت کې اوربند اعلان کړ چې په ځواب کې يې طالبانو هم درې ورځنی اوربند اعلان کړ
ولسمشر غني په تيره جون مياشت کې اوربند اعلان کړ چې په ځواب کې يې طالبانو هم درې ورځنی اوربند اعلان کړ

مقاله ليکي چې په دغه ټوله موده کې تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ايا طالبان سولې راوستلو ته لېوالتیا لري؟

مقاله د طالبانو پيغامونو ته په اشاره وايي چې دغې ډلې د دوبي د موسم له پيل راهيسې ګډوډ پيغامونه څرګند کړي او له یوه لوري يې په جون مياشت کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ او له امريکا سره‌یې په قطر کې مستقیمې خبرې وکړې، خو بل لور يې له افغان حکومت سره د سولې له خبرو ډډه کړې او په رسمي توګه‌يې په اګسټ مياشت کې د اوربند دوهم وړانديز ونه‌مانه او په ټول هېواد کې يې خپلو حملو ته دوام ورکړی.

مقاله لیکي چې طالبان سوله غواړي، خو سولې ته لېوالتيا نه‌ښيي.

فارن پالېسي: طالبان سوله غواړي، خو سولې ته لېوالتيا نه‌ښيي.

​د مقالې په وينا طالب مشران په دې باور دي چې د امریکا نظامي فشار پر شا تمبولای شي.

خو مقاله يادونه کوي چې اوس‌مهال په افغانستان کې يوازي یو څو زره بهرني ځواکونه دي، خو طالبان بیا هم د جګړې په ډګر کې بريالي نه‌شول.

مقاله په پای کې لیکي چې که څه هم طالبان د سولې په بهير کې د ګډون په اړه مطمئن نه‌دي، خو دا تر بل هر وخت ښه وخت دی چې دوی په دې اړه يوه زړوره پرېکړه وکړي.

  • يو اېس اې ټوډې

يو اېس اې ټوډې ورځپاڼې بیا د هغو افغان ترجمانانو ستونزو ته کتلي چې امریکا ويزې نه‌دي ورکړي.

مقاله ليکي چې له ۲۰۰۷م کال راهيسې امریکا د عراق او افغانستان هغو اتباعو ته ویزې ورکولې چې له امريکایي ځواکونو سره‌یې کار کړی وو ځکه دوی په دغو دندو کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی وو.

مقاله لیکي چې ښايي دغې پروسې د امریکایي ځواکونو د سلګونه زره ترجمانانو ژوند ژغورلی وي.

مقاله ليکي چې اوس‌مهال ۱۷ زره افغانان او لسګونه زره عراقي ترجمانان خپلو ویزو ته سترګې په لاره دي.

اوس‌مهال ۱۷ زره افغانان او لسګونه زره عراقي ترجمانان خپلو ویزو ته سترګې په لاره دي.
اوس‌مهال ۱۷ زره افغانان او لسګونه زره عراقي ترجمانان خپلو ویزو ته سترګې په لاره دي.

مقاله يادونه کوي چې ترجمانانو ته د امریکا د ويزو ورکولو يا اېس ای وي پروګرام له لارې د داسي کسانو امریکا ته تګ له امکانه لیرې دی چې غواړي ترورېستي فعاليت وکړي.

د مقالې په وينا په تېرو ۱۱ کلونو کې ۷۰ زره عراقي او افغان ترجمانانو ته امريکایي ويزې ورکړل شوي، خو يوازې يوه‌يې د ترورېستي فعاليت هڅه کړې.

يو اېس اې ټوډې: په تېرو ۱۱ کلونو کې ۷۰ زره عراقي او افغان ترجمانانو ته امريکایي ويزې ورکړل شوي.

​مقاله لیکي چې په بهرنیو جګړو کې امريکايي سرتېري اوس هم ترجمانانو ته اړتيا لري او د تېرو کلونو پر مهال له ترجمانانو پرته د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې لاسته راوړنې ناممکنه وې.

د مقالې ليکوال وايي چې امریکا باید ترجمانانو ته ويزې ورکړي ځکه دغه هېواد باید ثابته کړي چې هغو ملګرو ته ژمن دی چې خپل هر څه‌يې له خطر سره مخامخ کړل.

XS
SM
MD
LG