د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۶

هیومان رایټس واچ: چین د اقلیت اویغور مسلمانانو د ځپلو یو منظم کمپاین پیل کړی

د بشري حقونو د څارنې سازمان هیومان رایټس واچ وایي چې د چین حکومت په شینجین ایالت کې د اقلیت اویغور مسلمانانو د ځپلو لپاره یو منظم کمپاین پیل کړی دی.

په نیویارک کې مېشت د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومان رایټس واچ په دغه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی، د چین د حکومت له خوا په شینجین ایالت کې د اویغور مسلمانانو د غیرقانوني نیونو، شکنجې، ناوړه سلوک او د هغوی پر ورځني ژوند د مخ په زیاتېدو پراخ کنټرول لپاره د یوه منظم کمپاین د پرمخ بیولو په اړه کره شواهد په ډاګه کړي دي.

په دغه راپور کې پر هغو سرغړونو بیا تاکید شوی چې د ملګرو ملتونو د نژادي توپیر د له منځه وړلو کمېټې د اګست د لسمې په راپور کې رابرسېره کړې وې.

په دغه راپور کې ویل شوي وو چې په چین کې اقلیت اویغوریان د افراطیت ضد په نوم مرکزونو کې ساتل کېږي او په ميلیونونو نور هم د بیاروزنې کمپونو کې استوګنې ته اړ ایستل شوي چې دې کار د چین د اویغوریانو سیمه په داسې یوې سیمې بدله کړې چې هغه یوه لوی توقیف ځای ته پاتې کېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د چین د برخې مسؤلې سوفیه ریچارډسن په دغه وروستي راپور کې ویلي چې د چین حکومت په شینجین کې د بشري حقونو داسې تېري ترسره کړي چې په دې هېواد کې له څولسیزو راهیسې ېې ساری نه دی لیدل شوی.

هغې وویل، په شینجین کې د ځپنې دغه کمپاین به د ملګروملتونو او اړوندو یوشمېر هېوادونو لپاره یوه اساسي ازموینه وي چې ایا کولای شي چې پر چین بندیزونه ولګوي؟ پر هغه هېواد چې په نړۍ کې د یوه ستر قدرت په توګه د راڅرګندېدو په حال کې دی.

په راپور کې له بهرنیو حکومتونو غوښتل شوي چې د چین د دغو اقداماتو په خاطر پر هغوی چې د دغو سرغړونو مسؤل دي، د مشخصو بندیزونو د لګولو په ګډون، پر پیکنګ دوه اړخیز او څو اړخیز فشارونه راوړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شاونګ د دوشنبې په ورځ په پیکنګ کې په یوه خبري کنفرانس کې د دغه راپور په وړاندې پر جزیاتو له څرګندونو ډډه وکړه او د بشري حقونو د څارسازمان HRW یې تورن کړ چې د چین په وړاندې یې چلند کاملاً له تعصبه ډک دی او موندنې یې هم تحریفي بڼه لري.

هغه زیاته کړه په شینجین کې له دغو اقداماتو د حکومت هدف د سیمې ثبات، پرمختګ، یووالي او د ورځني ژوند ښه کولو ته پراختیا ورکول دي، خو په عین حال کې د قومي بیلتون پالو او د ترهګرو ځپل هم پکې شامل دي چې په سیمه کې جنایت کاره فعالیتونه ترسره کوي.

چین تر ډېره دغه تورونه ردوي او ادعا کوي چې په شینجین سیمه کې یې د لویې غمیزې مخه نیولې ده.

پیکینګ وایي، سیمې ته د سخت دریځو اسلامپالو او بیلتون غوښتونکو له خوا چې حملې پلانوي او د اقلیت اویغوریانو او اکثریت هان ټبرو چینایانو ترمنځ د کړکېچ زیاتولو ته لمن وهي، جدي ګواښونه متوجې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG