د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

د سولې شورا: د سولې په برخه کې اړ یو چې جهادي مشران هم خپل وړاندیزونه راشریک کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له وسله‎والو مخالفینو سره مذاکرات او د سولې د ټينګښت لپاره هره هڅه باید له افغان حکومت او د سولې عالي شورا سره په تفاهم ترسره شي.

د سولې عالي شورا وايي، د افغان سولې لپاره په ملي او نړیواله کچه ډېرې هلې ځلې شوي او اړتیا ده، څو پخواني جهادي مشران هم د سولې په برخه کې د لاسته راوړنو د پیاوړتیا لپاره خپل وړاندیزونه د سولې له عالي شورا سره شریک کړي.

د دغې شورا یوه غړي محمد امین وقاد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۹» له ازادي راډيو سره دا خبرې د سولې د خبرو په هدف د ملي هیئت د تشکیل په تړاو د پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف د تېرې ورځې څرګندونو ته په اشارې وکړې.

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

نوموړي وویل، تر اوسه دغه موضوع له دوی سره نه‎ده شریکه شوې.

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"دوی باید د سولې عالي شورا سره یو مستقیم یا غیر مستقیم تماس لرلی وي او ویل شوي وی چې دوی څومره مرسته کولای شي، څو د سولې عالي شورا سره په تفاهم کارونه ترسره شوي وی، شویو کارونو او رامنځته شویو پلانونو ته په پام او کومې زمینې چې برابرې شوي، دوی باید خپل نظرونه د سولې عالي شورا سره شریک کړي او موږ د دغو هڅو ملاتړ کوو."

ازادي راډیو وغوښتل چې په‎دې اړه د افغان حکومت نظر هم واخلي، خو جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست په‎دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا په‎داسې حال کې ده چې کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف په حواله ویلي چې یو شمېر بانفوذه شخصیتونه او لوی ملي ائتلاف دې نتېجې ته رسېدلي چې وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره یو پلاوی وټاکي.

سیاف: طالبانو سره سوله باید په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته لار هواره کړي.
سیاف: طالبانو سره سوله باید په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته لار هواره کړي.

د ښاغلي سیاف په حواله دا هم راغلي چې د دغه پلاوي په ترکیب کې به د حکومت استازي او ټول اړخونه ونډه ولري.

د سرچینو په حواله ښاغلي سیاف ویلي چې له وسله‎والو طالبانو سره سوله باید په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته لار هواره کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان وايي، پخواني جهادي مشران او د حکومت اپوزېسیون باید له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره د نړیوالې ټولنې او حکومت اقداماتو ته په تمه وي.

د دغو کارپوهانو له ډلې یونس فکور وايي، تر دې وړاندې هم له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره ورته وړاندیزونه شوي دي.

یونس فکور
یونس فکور

دی زیاتوي:

"لومړی داسې وړاندیز شوی و چې یو پلاوی باید دوی وټاکي او وسله‎والو طالبانو ته‌یې ولېږي، خو ښاغلي سیاف تېره ورځ دا خبره اصلاح کړه چې باید دغلته د حکومت یو پلاوی هم شامل وي، خو له دې ټولو سره سره دا ډول وړاندیزونه له وخته مخکې دي، دوی باید انتظار وباسي چې حکومت او نړیواله ټولنه له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو بهیر پیل کړي."

ښاغلی فکور وايي، پخواني جهادي مشران د سولې په مذاکراتو کې د ونډې اخیستلو له لارې غواړي چې تر ډېره خپل موضوعات په دغو مذاکراتو کې مطرح کړي.

نوموړی ټينګار کوي چې کله چې وسله‎وال طالبان د سولې خبرو اترو ته چمتو شي د سولې د پلاوي په تشکیل کې باید کارپوهان او په ځانګړي ډول هغه کسان شامل شي چې د سولې او جګړې په برخه کې پوهېږي، تر څو دغه مذاکرات مثبته پایله ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG