د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

روسیه د خپل تاریخ تر ټولو لویو پوځي تطبیقاتو ته چمتو کېږي


په پام کې ده چې روسیه د خپل تاریخ تر ټولو پراخ پوځي تطبیقات سبا سې شنبه پیل کړي.

د روسيې پوځي چارواکو ویلي دي چې د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال په راوروسته کلونو کې دا پوځي تطبیقات ساری نه‌لري.

د روسیې پوځ د دې تطبیقاتو پراخوالی د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له‌خوا د زاپاد ۸۱ په نوم د ۱۹۸۱ میلادي کال له پراخو تطبیقاتو سره پرتله کوي چې د پخوانۍ وارسا د ټلوالې له غړو هېوادونو د یو لک او یو نیم لک ترمنځ سرتېرو ګډون په‌کې درلود.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو تېره اوونۍ وویل چې شااوخوا ۳۰۰ زره سرتېري، ۳۶ زره پوځي وسایط، له زرو زیاتې الوتکې او ۸۰ جنګي بېړۍ په دې پوځي تمرینونو کې ګډون کوي.

شویګو د دې تطبیقاتو د پراخوالي په اړه وویل، تصور یې کولای شئ چې د ټانکونو، زغره‌والو ګاډو او شوبلو په ګډون، ۳۶ زره پوځي وسایط په یوه وار وخوځېږي.

شویګو وویل، دا به رښتینې جګړې ته ورته حالت رامنځته کړي.

د واستوک ۲۰۱۸ په نوم دا پوځي تطبیقات چې د چین او منګولیا له پوځي ځواکونو سره په ګډه پلان شوي، سبا په ختیځه سایبریا کې پیلېږي.

روسیه غواړي ایسکاندر توغندي چې پوځي سروکې وړلای شي، «T-80» او «T-90» ټانکونه او «Su-34» او «Su-35» جنګي جټ الوتکې نندارې ته وړاندې کړي او په دې توګه خپله پوځي وړتیا وښيي.

همداراز د روسیې سمندري ځواکونه به خپلې لویې بېړۍ چې کالیبر ډوله توغندي وړلای شي، هم وازمایي.

له کالیبر توغندیو څخه د سوریې په جګړه کې کار اخیستل شوی دی.

دغه پراخ پوځي تمرینونه د روسیې په مرکزي او ختیځو سیمو کې چې پوځي ساحې بلل کېږي، پلان شوي او د روسیې د پاسیفیک او شمال بحري ځواکونه او ټولې هوایي قطعې په‌کې برخه اخلي.

تمه ده چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم د دې تطبیقاتو جریان له نږدې وګوري.

دا تطبیقات په داسې حال کې پلان شوي دي چې له لوېدیځ سره د مسکو اړیکې د دې هېوادونو په چارو کې د لاسوهنو د تورونو او د اوکراین په کړکېچ کې د روسیې د ونډې پر سر سختې ترینګلې شوې دي.

ناټو د دې تطبیقاتو پلان غندلی دی.

د روسیې د پوځي چارو یوه پوه پاول فیلګین هاور ویلي دي چې دا تطبیقات د راتلونکې نړیوالې جګړې لپاره تیاری دی.

د فیل ګین هاور په وینا، د روسیې د پوځ چارواکي په دې باور دي چې راتلونکې نړیواله جګړه ښايي له ۲۰۲۰ میلادي کال وروسته د څو پراخو نړیوالو کړکېچونو پر سر وشي او په دې جګړه کې به اصلي دښمنان امریکا او متحدان‌یې وي.

XS
SM
MD
LG