د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د کجکي د تنګي اوسېدونکي وايي، ۵ کاله کېږي په نس نه‌دي ماړه شوي


د هلمند د لښکرګاه څخه ۱۷۰ کېلو متره لیرې په شمال کې کجکی دی، چېرې چې د ولسوالۍ مرکز څه کم څلور کاله کېږي محاصره دی.

د کجکي تنګي ته چې د اوبو د بند او د برښنا د تولید د فابریکې په خاطر یوه ډېره مهمه سیمه ده، یوازنۍ لار هوا ده چې په اوونۍ کې څو ځله د ملي اردو د هلیکوپټرو د لارې مېشتو عسکرو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي رسېږي.

د کجکي د تنګي اوسېدونکي وايي، د خوندورو خوړو او تازه مېوو ارمان لري.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د کجکي د محاصره شویو کورنیو د غړو سره خبرې کړې دي.

دوی وايي، پنځه کاله کېږي په نس نه‎دي ماړه شوي، خوندور خواړه او مروجې مېوې يې نه‎دي خوړلي.

د ازادي راډیو خبریال چې د ملي اردو سره د هوا له لارې کجکي ته تللی دی وايي، برښنا پرېمانه ده، خو د کارولو له‎پاره يې هلته محاصره شوې کورنۍ وسایل او ان ټلوېزیون نه‎لري.

بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00

XS
SM
MD
LG