د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

ویسا: د شهید اوونۍ په لمانځلو کې هوايي ډزې د بدمعاشۍ منطق دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د شهید اوونۍ د لمانځلو په اړه بېلابېلې لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، له بده مرغه زموږ په هېواد کې د جګړو او بدمرغیو دوام ولس د افراطي ګډودۍ پر پوله درولی.

داسې چې نن موږ ته ډېر لږ ارزښتونه پاتې دي چې له تېرې خوندي دي.

نور مو هره ورځ په ارزښتونو ملنډې وهل دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د شهید د اوونۍ د لماځلو په نوم چې د کابل اوسېدونکي له څو کلونو راهیسې کوم څه ویني په‎دې هم د هېواد د لکونو نورو شهیدانو سپکاوی کېږي او هم د احمد شاه مسعود چې د هېواد یو نامتو قوماندان و او په توطئه ووژل شو.

ورځپاڼه لیکي:

د کابل پر سړکونو د موټرو او موټرسایکلونو کاروان او بې‎درېغه هوايي ډزې یوازې د زور او بدمعاشۍ منطق دی او بل هېڅ مفهوم او تعبیر نه‎لري.

د ویسا په باور، د شهید د اوونۍ داسې سپکاوی نه‎دی په‌کار او که حالات همداسې دوام وکړي، موږ به د یو ډېر درانه ارزښت د مسخه کېدو شاهدان وو.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

دنیا لیکي:

له افراطیت سره په‎داسې حال کې په ملي او نړیواله کچه مبارزه روانه ده چې په خپله مبارزان‌یې هم افراطي دي، په‎دې معنی چې هغه کسان، ډلې او لوري چې د افراطیت په وړاندې جنګېږي په خپله په چارو کې افراط کوي.

د کابل پر سړکونو د موټرو کاروان او بې‎درېغه هوايي ډزې یوازې د بدمعاشۍ منطق دی.

په سرمقاله کې راغلي، یو شمېر کسان د شهید د اوونۍ په ورځو کې په ښار او کوڅو کې له ټوپکو، تومانچو، برچو او چاقوګانو سره ګرځي او د احمد شاه مسعود او نورو شهیدانو له نوم نه په غلطې استفادې سره د خلکو د ځورونې لامل کېږي چې دا افراط دی.

دنیا په خپله سرمقاله کې دا هم پوښتلي چې دغه ځوانان څوک دي؟ او په‎دغو ورځو له کومه کېږي؟ دغه لګښتونه، بیرغونه، ټوپک او نورې وسلې څوک ورکوي؟ ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور دا داسې کسان نه‎دي چې په خپله دې راټول شي او د خلکو د ځورونې لامل دې وګرځي، بلکې په خبره‌یې، د یو مشخص ادرس له لوري د دوی ملاتړ کېږي او ټول امکانات ورته برابرېږي.

ورځپاڼې له دولت هم غوښتي چې په جدي ډول د دا شان حرکتونو مخه ونیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم همدا موضوع په خپله سرمقاله کې راخیستې او د شهید اوونۍ په دا شان لمانځلو یې انتقاد کړی دی.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، دا یوازې پرون ورځ نه‎وه، بلکې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې همدا حال روان دی، خو مخنیوی یې نه‌کېږي.

هېواد لیکلي دا ورځ او دا اوونۍ باید د شهیدانو د کورنیو د پاتې شونو په لاسنیوي او د ستونزو په هواري سره ولماځل شي نه په ډزو او بدمعاشیو.

ورځپاڼې پر امنیتي او دفاعي مسؤلینو غږ کړی چې هغه کسان ونیسي کوم چې پرون‌یې پر واټونو ډزې وکړې او ولس ته‌یې ستونزې راولاړې کړي.

XS
SM
MD
LG