د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

په سويډن کې عمومي انتخابات کېږي


په سويډن کې نن یکشنبه خلک په پارلماني انتخاباتو کې خپلې رأیې کاروي.

داسې ښکاري چې په دغو انتخاباتو کې به د کډوالۍ ضد ګوند په‌کې زياتې څوکۍ وګټي.

د سويډن په عمومي انتخاباتو کې د رأی اچونې لپاره انتخاباتي مرکزونه د يکشنبې پر سهار پرانیستل شول.

وروسته له هغې چې حکومت په ٢٠١٥ میلادي کال کې يو لک او ٦٣ زره پناه غوښتونکو ته چې عمدتاً د افغانستان او سوريې وو، په دغه هېواد کې د استوګنې د زمينې برابرولو پرېکړه وکړه، دا په سويډن کې د پارلمان لپاره لومړني انتخابات دي.

سويډن چې سکندناويايي هېواد دى شااوخوا ۱۰ میليونه وګړي په‌کې ژوند کوي.

نظرپوښتنې اټکل کوي، د سويډن ډموکراتان چې افراطي ښي اړخي او د پناه غوښتونکو مخالف حزب دى، ښايي د ٢٠ فيصده رأيو په ګټلو سره په پارلمان کې په دوهم لوى ګوند بدل شي.

په نظرپوښتنو کې ويل شوي چې د سويډن د صدراعظم سټيفن لوفين واکمن ګوند سوسيال ډموکرات به له ٢٠ تر ٢٥ فيصدو پورې رأیې وګټي چې په څه باندې يوه پېړۍ کې به د دغه ګوند لپاره تر ټولو خراب نتايج وي.

دغه ګوند له دوهمې نړيوالې جګړې راوروسته له ١٧ کلونو پرته نور په ټوله موده کې پر سويډن واکمني چلولې ده.

خو داسې نه‌ښکاري چې په خپلواک ډول د حکومت د تشکيل لپاره دې کوم ګوند په پارلمان کې ١٧٥ څوکۍ چې اکثريت ګڼل کېږي، وګټي.

د سويډن د ډموکراتانو ګوند چې په ١٩٨٨ میلادي کال کې تأسيس شوى، که څه هم د نيو نازي افراطي غورځنګ او سپين پوستو ملتپالو سياستوالو ته نږدې پاتې شوى، خو په عام محضر کې يې هڅه کړې چې ځان له خپلې سابقې بېل کړي.

دغه ګوند ادعا کوي چې د سويډن هوساينه او کلتور د هغو څلور لکه پناه غوښتونکو له کبله چې له ٢٠١٢ میلادي کال راهيسې دغه هېواد ته ورغلي، تر ګواښ لاندې دى.

تېره شپه د سويډن صدراعظم لوفين هغه څه چې ده "کرک پاروونکي ځواکونه" وبلل، وغندل او له رأی ورکوونکو يې غوښتنه وکړه چې د رأی ورکولو پر مهال له دقته کار واخلي.

XS
SM
MD
LG