د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۸

عراق کې د ایران د کُردستان د ډموکراتیک ګوند ۱۱ غړي وژل شوي


د عراق په خاوره کې د ایران د کُردستان ډموکراتیک ګوند پر مقر د شنبې د ورځې په راکټي برید کې د دې ګوند لږ تر لږه ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د ایران د کُردستان ډموکراتیک ګوند «KDPI» د شنبې په ورځ فرانس پرس اژانس ته وویل چې د دې ګوند پر مقر په کوې سینجق کې دغه راکټي برید داسې مهال وشو چې مرکزي کمېټې یې غونډه درلوده.

د سینجق ښار د روغتون مشر کامران عباس دې اژانس ته وویل چې په‎دغه برید کې چې د کاتیوشه په نوم توغندي ويشتونکو په وسیله شوی، د ایران د کُردستان د ډموکراتیک ګوند ۱۱ غړي وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

دغه ګوند په یوه ټویټري بیان کې ویلي چې ایران د «KDPI» پر مقر او څنګلوري د کډوالو پر کمپونو د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په ذریعه هماهنګه حمله کړې ده.

د عراق د کُردانو د پېشمرګه امنیتي ځواکونو ویاند جنرال جبار یاور وویل، دغه حمله د ایران له خاورې شوې، خو زیاته‌یې کړه چې دا تر اوسه نه‎ده روښانه چې هغه هوایي برید و، که له ځمکې هوا ته د توغندیو په ذریعه شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي، خو د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وایي، په عراق کې د ایران د کردستان د ډموکراتیک ګوند پر مقر راکټي برید دوی کړی دی.

د ایران نیمه خبري اژانس فارس د راپور له مخې دغه ځواک نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د دغه برید د مسؤلیت اخیستو تر څنګ ویلي چې د دې ځواک هوایي جزوتام او د دې هېواد د پوځ د ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکو جزوتام په عراق کې د دغې وسله‌والې مخالفې ډلې پر غونډې او د ترهګرو د روزنې پر مرکز اووه لنډ واټن ویشتونکي توغندي وایشتل او دغه عملیات په بریالیتوب ترسره شول.

ایران دغه ګوند چې له اقلیت کُردانو جوړ یو کیڼ اړخی ګوند دی، یوه ترورېستي ډله بولي.

دغه ګوند اکثره وختونه په عراق کې له خپلو اډو پر ایران کې دننه حملې ترسره کړي دي.

د دې ګوند یو زیات شمېر مشران هم په هغو حملو کې چې تهران‌یې مسؤل بلل شوی، وژل شوي دي.

دغه ګوند د ایراني ځواکونو په وړاندې وسله‎واله مبارزه له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۹۶ میلادي کال پورې چې اوربند یې کړی و، مخ ته وړې وه، خو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې بیا اعلان وکړ چې دغه وسله‎واله مبارزه له سره پیلوي.

په ایربیل کې د عراق د کُردستان سیمه‎ییزې ادارې دغه برید چې ویل کېږي د ایران له لوري شوی، غندلی او هغه‌یې د دې سیمې د قانون او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه بللې ده.

دغې ادارې په یوه بیان کې وویل چې دوی یو وار بیا پر دې تأکید کوي چې د کُردستان خاوره باید پر ګاونډیو هېوادونو د حملې لپاره ونه‌کارول شي چې دا کار په هېڅ ډول د منلو نه‎دی او هغه د کُردستان د سیمې د بې‌ثباتۍ سبب کېدای شي.

په میلیونونو کُردان د ترکیې، عراق، سوریې او ایران ترمنځ د پولو په غرنیو سیمو کې اوسي.

یو شمېر دغه کُردان د ترکیې د کُردستان د کارګرانو پر ګوند «PKK» پورې چې له لسیزو راهیسې د یوه خپلواکه هېواد د جوړېدو لپاره وسله‎واله مبارزه کوي، تړلي دي.

XS
SM
MD
LG