د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۴

مشعل: (اې. پي. ال) به د افغانستان د کرکت بورډ او لوبغاړو لپاره د عاید سرچینه وي


د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا (اې. پي. ال) سیالۍ به د افغانستان د کرکت بورډ او لوبغاړو لپاره د عاید يوه ښه سرچینه وي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د (اې. پي. ال) لیګ له لارې به هر کال د افغانستان کرکټ بورډ ۶ سوه زره امریکايي ډالر او په دغه لیګ کې هر لوبېدونکی افغان لوبغاړی به په منځني ډول ۲۶ زره امریکايي ډالر عاید ترلاسه کړي.

د دغه بورډ رئیس شکرالله عاطف مشعل د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ پنځه واړه لوبډلې له ۶ لکو ډالرو په لوړه بیه پلورل شوي دي.

شکرالله عاطف مشعل
شکرالله عاطف مشعل

ښاغلي مشعل په دې اړه وویل:

"اول ګټه د دې لیګ دا ده چې دا يوه عایداتي سرچینه ده د افغانستان د کرکټ بورډ او لوبغاړو لپاره، کرکټ بورډ ته به له دې لارې هر کال شپږ سوه زره امریکايي ډالر په هر صورت کې راځي، که تړون کوونکې کمپنۍ ګټه کوي که تاوان، د دې ترڅنګ به زموږ ۵۱ لوبغاړي په اوسط ډول ۲۶ زره امریکايي ډالر ترلاسه کړي."

ښاغلي مشعل په دې خواشيني وښوده چې افغان سوداګرو د افغانستان غوره لیګ سیالیو کومه لوبډله ونه پېرله او دا فرصت یې له لاسه ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د کابل لوبډله د موزلي ګروپ، د ننګرهار لوبډله د پلس کپیټل، د کندهار لوبډله د اس بي سپورټس، د پکتیا لوبډله د ويراک موبایل او د بلخ لوبډله د لیجنډري من په نوم بهرنیو کمپنیو وپېرلې.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو د لوبغاړو د بولۍ مراسم چې ټاکل شوې راتلونکې دوشنبې ته په متحده عربي اماراتو کې وشي، په کې به د لسګونو افغان لوبغاړو ترڅنګ يوشمېر مشهور بهرني لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا (اې. پي. ال) سیالیو هره لوبډله به تر شلو لوبغاړو د پېرلو حق ولري چې ۷ به یې بهرني او پاتې به یې افغان لوبغاړي وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس شکرالله عاطف مشعل دا شان وویل چې د لوبغاړو بیې به له سلو زرو امریکايي ډالرو نېولې تر ۱۵ زرو ډالرو پورې وي او هرې لوبډلې ته د لوبغاړو د اخيستو لپاره تر پنځه نیم لکو ډالرو د لګښت اجازه ورکړل شوې ده.

د ښاغلي مشعل په خبره، دغه سیالۍ به د عوایدو ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته دا موقع په لاس ورکړي چې د نړۍ د سترو لوبغاړو سره ولوبېږي او ډېرې تجربې ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د ورزشي چارو کارپوه سرتاج شاهدزی وايي چې د (اې. پي. ال) لیګ يوه بله ګټه به دا وي چې له دې لارې به نړۍ ته د افغانانو رښتینی کلتور او روښانه تصویر وړاندې شي.

نوموړي وویل:

"دا به ان شاالله له سلو زیاتو هېوادونو کې خلک په ټلویزیونونو وګوري او د افغانستان د کلتور په اړه به معلومات ترلاسه کوي او همدارنګه هغه غږ چې افغانان د سولې لپاره غواړي، له دې لارې نړۍ ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو د اکټوبر له پنځمې تر ۲۱مې پورې په متحده عربي اماراتو کې د افغان او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG