د حرکت شهروندوي په نوم مدني بنسټ په کابل کې وروستیو حملو ته په اشارې انتقاد کوي چې حکومت د ملکي وګړو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.
په کابل کې د چهارشنبې د خونړۍ حملې وروسته د حرکت شهروندوي په نوم مدني بنسټ په ملکي وګړو حمله جنګي جنایت بولي او وايي چې دا ډول حملې هېڅ ډول دیني او مذهبي توجیه نه لري.
د دغه بنسټ مسؤلینو د جمعې په ورځ کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال د دغو حملو د غندولو ترڅنګ پر امنیتي بنسټونو انتقاد وکړ چې د خلکو په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.
د دغه بنسټ مشر مهدي مبشر وویل:
"حکومت د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب مسؤلیت لري، متاسفانه امنیتي بنسټونو ونه کړای شول چې د خلکو امنیت خوندي کړي، دوی په دې برخه کې ناکام دي، زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې دوی د خلکو په وړاندې مسؤلیت لري او باید مسؤلانه چلند وکړي، په ورته وخت کې تروریستي ډلو په دې ورستیو کې پر ملکي وګړو حملې ډېرې کړي او دوی هدف ګرځوي."
نوموړي همدا راز له حکومته وغوښتل چې نور باید په هېواد کې د بې ګناه خلکو د وژنې مخه ونیسي.
د دغه بنسټ مسؤلینو همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د اجماع په رامنځته کولو سره په ترورېستي ډلو او پر هغو هېوادونو چې دوی څخه ملاتړ کوي، فشار راوړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ماښام د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د میوند پر کلپ د دوو حملو له کبله ۲۶ تنه ووژل شول او له ۹۰ ډېر ټپیان شول.
د دغې حملې مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې ومانه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، تل یې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره هڅې کړې دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وویل:
"موږ په ټول افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د مرکز اوسېدونکو ته دا ډاډ ورکوو چې پولیس له خپلو ټولو امکانانو په استفادې، هڅه کوي چې د خلکو امنیت تامین کړي."
د ښاغلي رحیمي په خبره، هغو مسؤلینو چې د ورستیو پېښو په رامنځته کېدو یې غفلت کړی، قانوني چلند به ورسره وشي.
نصرت رحیمي د ترورېستي پېښو په مخنیوي کې د خلکو په همکارۍ ټینګار کوي او وايي چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو مرسته به د اکثرو ترورېستي پېښو مخه ونیول شي.
راپور: حدیث پردېس