د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

شتمنو خلکو او خیریه بنسټونو د پکتیا له معارف سره میلیونونه افغانۍ مرسته کړې


د پکتیا د پوهنې مسؤلین وایي چې ځینو شتمنو خلکو او خیریه بنسټونو د پکتیا له معارف سره میلیونونه افغانۍ مرسته کړې ده.

په داسې حال کې چې لاهم د پکتیا د ګڼ شمېر سیمو په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو کمښت، د ښوونځيو ودانیو نشتون او ښوونځیو ته پر وخت د تدریسي توکو نه رسېدنه د زده کړییز بهیر په وړاندې خنډونه بلل کېږي، د هرې ورځې په تېرېدو سره له معارف سره د ولس مینه مخ په زیاتېدو ښکاري.

د پکتیا ولایت د پوهني رئیس کوچي ځاځي ازادي راډیو ته ویلي، د دې ولایت یوشمېر شتمنو خلکو، خیریه ټولنو او ولسي وګړو د روان تعلیمي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پکتیا له معارف سره د کابو ۲۱ میلیونه افغانیو په اندازه مرستې کړي.

کوچی ځاځی
کوچی ځاځی

دی وایي:

"د ۱۳۹۷ تعلیمي کال په شروع کې تر دې دمه په پکتیا ولایت کې د مختلفو خلکو له خوا، د ټولنو له خوا او د سرمایه دارانو له خوا شل ميلیونه، اووه لکه، ۳۳ زره او اته سوه اته افغانۍ راټولې شوې دي."

ځاځي زیاته کړه چې په دې راټولو شویو مرستو یې د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې د نجونو د یوباب ښوونځي ودانۍ او د زرمت په ولسوالۍ کې پرې د هلکانو د څلورو ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي دي.

دی زیانوي:

"ښه بېلګه یې په ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې د اریوب خیریه بنسټ له خوا د ۱۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت، د نجونو لپاره د لېسې ودانې ده چې هغه تکمیل شوه او همدارنګه څلور بابه ښونځیي په زرمت ولسوالۍ کې."

دا چې ولس د کوم احساس له مخې له معارف سره یادې مرستې تر سره کوي، د د پوهنې ریاست کارکوونکی او د ولسي مرستو د راټولولو کمېسیون غړی ښاغلی فضل الدین یې په اړه ازادي راډیو ته وایي:

"د خارجي حکومتونو کومکونه په افغانستان بند شوي، د ولس خوځښت رامنځته شو، دوی وویل، که چېرې موږ دغسې پاتې شو او د پردیو کومکونو ته وګورو، نو موږ به هېڅ کله مخ ته لاړ نه شو، نو قومونه سره جګ شول، په ولسوالیو کې او هم په مرکز کې تقریباً شل ميلیونه افغانۍ دوی مرستې کړي."

د ولسي مرستو ترڅنګ د پوهنې وزرات سږکال په پکتیا کې د څلوېښت بابه ښونځیو د بیارغونې او اساسي جوړولو بودجه هم منظور کړې او د کوچي ځاځي په خبره، له ډلې یې اوس مهال د څلور بابه ښوونځیو تعمیراتي چارې پیل شوي او د پاتې نورو یې تدارکاتي چارې بشپړې شوي او په نېږدې ورځو کې به یې تعمیراتي چارې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

کوچي ځاځي وویل:

"له څلوېښت بابه ښوونځیو چې ټولې تدارکاتي چارې یې خلاصې شوي، د څلور بابه ښوونځیو چارې پیل شوي او نورې په ارزیابۍ کې دي."

بل خوا د پکتیا ولایت په ناامنه ولسوالۍ زرمت کې اوس هم لس بابه د نجونو ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي پاتې دي، دا چې د تړل کېدو لامل یې څه دی، په اړه یې د پکتیا د پوهنې رئیس ښاغلي کوچي وویل:

"لس بابه د ښځینو ښوونځي اوس هم په زرمت ولسوالۍ کې تړلي لرو ، هغه د وسله والو طالبانو له خوا په دې تړل شوي چې ګوندې هلته ښځینه ښوونکي نه پیداکېږي."

ځاځي زیاده کړه، د یادو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

د چارواکو په خبره، او س مهال په پکتیا کې ۱۳۳ زره زده کوونکو ته چې ۷۳ زره یې نجوني دي، د پنځه زره ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG