د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ولسمشر غني اروپاته له تلونکو افغانانو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي


ډېری افغانان په دې فکر دي چې ګواکي اروپایي هېوادونو په تېره بیا جرمني ته په تګ سره به د ژوند ټولې تړلې دروازې ورته پرانیستل شي.

په جرمني کې له هره اړخه د هوسا او آرام ژوند هیله هغه څه دي چې ډېری افغانان یې په ذهن کې لري او فکر کوي چې دغه اروپایي هېواد ته په رسېدو سره یې د ژوند ټولې ستونزې هوارېږي.

حتا افغان ولسمشر هم له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، د کنایې په توګه ویلي چې ډېری افغانان ګمان کوي د جرمني سړکونه له سرو زرو جوړ دي.

ولسمشر غني
ولسمشر غني

اشرف غني په دې مرکې کې له دغو افغانانو غوښتنه کړې چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

افغان ولسمشر وایي، ډېری داسي کسان شته چې په خپل هېواد کې په منځني حد کې اقتصادي فرصتونه لري، خو په جرمني کې د ده په وینا د کارګرۍ ژوند ته زړه ښه کوي.

بلخوا په جرمني کې د کډوالو د چارو یو کارپوه چې د دغو کډوالو حالت له نژدې څاري آزادي راډیو ته وویل چې جرمني د هغو کسانو لپاره چې د کار لپاره ورځي د سختو سیالیو ډګر دی.

روح الله احمدزي وویل:

"دلته شرایط ډېر متفاوت دي، د ژوند معیارونه لوړ دي، زه نه غواړم افغان ځوانانو ته منفی نظر وړاندي کړم خو پدې هېواد کې د پوهي او تجربي له اړخه هغه کسان جذبېږي چې موثر ورته تمام شي، دلته د نورو هېوادونو کارګر کډوال هم راځي نو د افغانانو لپاره به ښایې دا ځای د سختو سیالیو ډګر وي."

ښاغلی احمدزی وایي، همدا وضعیت د دې لامل شوی چې ډېری افغان کډوال شاقه کارونو ته مخه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ما خپله دلته ډېری افغانان ولیدل چې شاقه کارونو ته اړول کېږي، کله چې دوی هلته خپل حالات ګوري دې نتیجې ته رسیږي چې ښایې دلته به له امنیتي اړخه آرام وي، خو د کار او ټولنیز اړخه چې له کډوالو سره د دولتونو چلند دی دغه راز رواني حالتونه ګوري، نو له افغانستان سره ډیر توپیر نه ویني او بیرته پښیمانه کېږي، حتا ځیني یې بیرته هېواد ته تللي دي."

دا یوازي اقتصاد نه دی چې خلک له خپلو کورونو او هېوادونو وتلو ته اړباسي. د افغانانو لپاره د کډوالۍ یو عمده دلیل ناامني هم ده . افغانان ځانونه خوندي نه بولي

او حاضر دي په هره بیه چې وي لږ ترلږه خپل ژوند خوندي کړي.

یو افغان چې اوس مهال په جرمني کې اوسېږي او د خپل نوم له ښودلو یې ډډه وکړه وویل په جرمني یا نورو اروپایې هېوادونو کې ژوند کول آسانه نه دی، خو هغه دلایل چې د ده په خبره ژوند په افغانستان کې لا ډیر سختوي داسي شمېري:

"په افغانستان کې خلک تر کار لومړی د ځان د خوندیتوب په فکر کي دي، که یو څوک له مالي اړخه ستونزه ونه لري، اندیښنه یې دا ده چې اولاد به یې وتښتول شي، د زورواکو اندیښني او زما په فکر په افغانستان کې نامعلومه راتلونکې تر ټولو لویه اندیښنه ده، یعني هیڅ ثبات نشته. کار ، ژوند ، آرامتیا او هیڅ شی ثبات نه لري، څوک نه پوهېږي دا به تر کله دوام وکړي او سبا څه کېږي."

له اکثرو افغانانو سره له خبرو معلومېږي چې تر هرڅه ډېر ناامنیو ناکراره کړي دي.

د ناامنیو په تازه پېښو کې چې د چهارشنبه په ورځ په کابل کې وشوې ، دوې پرله پسې انتحاري حملې وې چې د دوو خبریالانو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول او شاوخوا ۹۰ کسان ټپیان شول چې ډېره برخه یې ملکي وګړي دي.

ددغو بریدونو مسولیت داعش ډلې منلی دی.

بلخواد راپورونو له مخې د روان مېلادي کال له لومړۍ میاشتي څخه لږ تر لږه ۱۷ بریدونه یوازي په کابل کې شوي چې شااوخوا ۴۳۰ کسان پکي وژل شوي دي.

یوه بله ستونزه په اروپایي هېوادونو په ځانګړي ډول جرمني کې د افغان کډوالو جرمي فعالیتونه دي چې ډېری جرمنان یې د کډوالو د منلو په برخه کې سره ویشلي دي.

وروستۍ بېلګه یې تیره اونۍ د هغه افغان محاکمه وه چې په تیر ډسمبر کې یې خپله ۱۵ کلنه جرمن ملګرې په چړو وژلې وه.

افغان ولسمشر له جرمنۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې پر جرمن چارواکو هم غږ کړی چې د افغان پناه غوښتونکو څخه ویره ونه لري.

اشرف غني ویلي د یو څو کسانو د کړنو له مخې باید د ټول ملت په اړه قضاوت ونشي.

XS
SM
MD
LG