د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

ولې خبریالان هدف ګرځي؟


روان کال د خبریالانو لپاره خونړی کال بلل شوی.

په دې کال کې پر خبریالانو څو بېلابېلې حملې وشوې چې له امله لسګونه خبریالانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د خبریالانو په وړاندې وروستۍ پېښه د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابل د دشت برچي په قعله ناظر سیمه کې وشوه چې له امله دوه تنه خبریالان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

د حقیقت څه دې په دې اونيزه خپرونه کې په همدې مسله غږیږو چې ولې خبریالان هدف ګرځې، ستونزه چرته ده، حکومت، د خبریالانو د حقونو ټولنې، رسنیزې ادارې او خپله خبریال په دې برخه کې څه مسولیت لري.

د دې اونۍ په خپرونه کې مو د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب د کمېټې غړی صدیق الله توحيدي مېلمه او په همدې اړه ورسره غږېږو.

د خپرونې کوربه اکرام الله اکرام دی او تاسې يې په لاندې لینک اورېدلای شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG