د امریکا او هندوستان چارواکو د سياسي او امنيتي اړيکو پراخولو په هدف د پنجشنبې په ورځ په نوې ډلي کې خبرې وکړې.
د امريکا دفاع وزير جيمز متيس او د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپیو د هندوستان د بهرنیو چارو له وزيرې سوشما سواراج، د دفاع وزيرې نيرملا سيتارامن سره دوه په دوه خبرې وکړې.
د نړۍ تر ټولو لويو دواړو ډموکراسیو په دې وروستيو کلونو کې اړيکې پراخې کړي او غواړي په اسيا کې د چين مخ پر زياتېدونکی نفوذ محدود کړي په ځانګړې توګه په پاکستان، جنوب ختيځه اسيا او هندي سمندر کې.
متيس خبریالانو ته د نوې ډلي پر لاره وويل:
"زما سفر د دې قوي ښکارندوی دی چې موږ هندوستان په تر ټولو نيږدې ستراتيژيکو ملګرو کې ګڼو."
هندوستان ته تر تګ مخکې پومپيو پاکستان ته سفر درلود.
هندوستان او امریکا دواړه په دې باور دي چې پاکستان د هندوستان او لويديځ پر ضد سخت دريځو ته خوندي ځايونه ورکړي.
پاکستان دا تورونه ردوي.
امریکا او هندوستان د امنيت او هماهنګۍ په برخه کې يوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې امریکا وکړای شي پر هندوستان نور حساس نظامي تجهيزات وپلوري.
امريکا دوهم هیواد دی چې هندوستان ورڅخه تر ټولو زياتې وسلې پيري.
په تيرو لسو کلونو کې د دغو هیوادونو تر منځ د پنځلسو ملياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پير او پلور موافقې شوي دي.
د امريکا دفاع وزير جيمز متيس د پنجشنبې په ورځ په نوې ډلي کې خبري کنفرانس ته وويل:
"موږ به په دې اړه ګډ کار ته دوام ورکړو چې هندوستان زموږ لومړی او لوی دفاعي متحد وي څو خپلې اړيکې هغه اندازې ته ورسوو چې له نيږدې متحدانو او شريکانو سره یې لرو."
د امنيت او هماهنګۍ په برخه کې موافقه به د ساتونکو بې پيلوټه الوتکو هغه ډول پيرلو ته لاره پرانيزي چې په وسلو سمبال وي.
کارپوهان په دې باور دي چې د موافقې لاسليک به د امریکا فرصت کم کړي چې تر موافقې مخکې يې کولای شول د روسي وسلو پيرلو په خاطر پر هندوستان بنديز ولګوي.
هندوستان غواړي له روسیې څخه S-400 له مځکې هوا ته د توغنديو سيستم وپيري.
امریکا پر روسيه دومره بنديزونه لګولي چې له مخې يې هر هيواد چې له روسیې سره د دفاع او استخباراتو په برخه کې راکړه ورکړه کوي، هم د امریکا له نورو بنديزونو سره مخامخ کېدای شي.
خو د دفاع په برخه کې یوه نوې لايحه د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي چې یو شمېر هيوادونو ته د ملي امنيت د ګټو په خاطر تر بنديزونو تېر شي.
پخواني معلومات
د امریکا او هندوستان چارواکو د سياسي او امنيتي اړيکو پراخولو په هدف د پنجشنبې په ورځ په نوې ډېلي کې خبرې وکړې.
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس او د بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو د هندوستان د بهرنیو چارو له وزيرې سوشما سواراج، د دفاع وزيرې نيرملا سيتارامن سره دوه په دوه خبرې وکړې.
د نړۍ تر ټولو لويو دواړو ډموکراسیو پهدې وروستيو کلونو کې اړيکې پراخې کړي او غواړي په اسيا کې د چين مخ پر زياتېدونکی نفوذ محدود کړي په ځانګړې توګه په پاکستان، جنوب ختيځه اسيا او هندي سمندر کې.
مټېس خبریالانو ته د نوې ډېلي پر لاره وويل، زما سفر د دې قوي ښکارندوی دی چې موږ هندوستان په تر ټولو نږدې ستراتېژيکو ملګرو کې ګڼو.
هندوستان ته تر تګ مخکې پامپيو پاکستان ته سفر درلود.
د پاکستان اړوندې هغه کومې اندېښنې دي چې دواړه امریکا او هندوستانيې لري؟
هندوستان او امریکا دواړه پهدې باور دي چې پاکستان د هندوستان او لوېديځ پر ضد سخت دريځو ته خوندي ځايونه ورکړي.
پاکستان دا تورونه ردوي.
دواړه امریکا او هندوستان غواړي د امنيت او هماهنګۍ په برخه کې يوه موافقه لاسلیک کړي چې له مخې بهیې امریکا وکړای شي پر هندوستان نور حساس نظامي تجهيزات وپلوري.
امريکا دوهم هېواد دی چې هندوستان ورڅخه تر ټولو زياتې وسلې پېري.
په تېرو ۱۰ کلونو کې د دغو هېوادونو ترمنځ د ۱۵ میليارده ډالرو په ارزښت د وسلو د پېر او پلور موافقې شوې دي.
د امنيت او هماهنګۍ په برخه کې موافقه به د ساتونکو بېپيلوټه الوتکو هغه ډول پېرلو ته لاره پرانیزي چې په وسلو سمبال وي.
کارپوهان پهدې باور دي چې د موافقې لاسليک به د امریکا فرصت کم کړي چې تر موافقې مخکې يې کولای شول د روسي وسلو پېرلو په خاطر پر هندوستان بنديز ولګوي.
هندوستان غواړي له روسیې څخه «S-۴۰۰ »له ځمکې هوا ته د توغنديو سيستم وپېري.
امریکا پر روسيه دومره بنديزونه لګولي چې له مخې يې هر هېواد چې له روسیې سره د دفاع او استخباراتو په برخه کې راکړه ورکړه کوي، هم د امریکا له نورو بنديزونو سره مخامخ کېدای شي.
خو د دفاع په برخه کې یوه نوې لايحه د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي چې یو شمېر هېوادونو ته د ملي امنيت د ګټو په خاطر تر بنديزونو تېر شي.