د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د کندهار د پوهنې ریاست په نوي تعلیمي کال کې ۶۰ زره نوي زده‌کوونکي جذبوي


د کندهار د پوهنې چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولایت کې ۶۰ زره نوي زده‌کوونکي ښوونځیو ته جذب شي.

ټاکل شوې ده چې نن د سنبلې د مياشتې پر ۱۵مه نېټه په کندهار او نورو ګرمسیرو ولایتونو کې نوی تعلمي کال پیل شي.

لا هم د کندهار د پوهنې پر پڅ بهير باندې ګڼې نيوکې موجودې دي.

د کندهار د پوهنې رياست مسؤلین وایي چې د نوي تعلمي کال له پېل وړاندې يې د يو شمېر ښوونځيو ودانۍ ترميم کړي، د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړوالي پروګرامونه‌يې عملي کړي او د ورکول شوي هدف له مخې به سږ کال د کندهار په کچه ۶۰ زره نوي زده‌کوونکي ښوونځيو ته جذب کړي.

د کندهار د پوهنې رياست د نشراتو مسؤل نظر محمد صميمي وایي، د نویو زده‌کوونکو د جذب پروسه د کندهار په ټولو ښوونځیو کي سره له اوسه پیل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د نوي تعليمي کال د پیل لپاره چمتووالی نیول شوی، زموږ هدف ۶۰ زره نوي زده‌کوونکي دي چې دا به په نوي تعلیمي کال کې د کندهار ښار او ولسوالیو په مکاتبو کې شمولیت اخلي."

صميمي وایي، د تېر تعلمي کال په جريان کې وتوانېدل چې په کندهار ښار او ولسواليو کي ۳۰ بابه تړلي ښوونځي بيا د زده‌کوونکو پر مخ خلاص کړي، خو په خبره‌یې چې لا هم په کندهار کې ۱۲۰ ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ د کم تشکيل او د ودانیو د نشت له امله تړلي پاتې دي.

صمیمي: په کندهار کې ۱۲۰ ښوونځي د بېلابېلو لاملونو له مخې تړلي دي.

نوموړی وایي، سږ کال به بيا هم دوی د مرسندويه بنسټونو سره په ګډه په ولسوالیو کې د بندو ښوونځيو پر خلاصولو کار وکړي.

کندهار په خپل تشکيل کې ټول ۴۷۰ ښوونځي لري چې ۱۲۰یې د پوهنې رياست د مسؤلينو په وینا د کمو امکاناتو له امله د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي.

په کندهار کې ۱۲۰ ښوونځي د بېلابېلو لاملونو له مخې د زده‌کوونکو پر مخ بند دي.

که څه هم د پوهنې رياست مسؤلين د نوي تعلمي کال د پیل لپاره د پوره چمتووالي خبره کوي، خو لاهم د کندهار د پوهنې پر پڅ بهير باندې ګڼې نيوکې موجودې دي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG