د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۹

افغان۱۶کلنو فوټبال ټیم د اسیايي سیالیو لپاره تمرینات پیل کړل

د افغانستان د ۱۶کلنو فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو د اسیايي سیالیو لپاره د تمریناتو لړۍ په کابل کې پیل شوه.

د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني ازادي راډيو ته وویل افغان لوبغاړي به ډېر ژر د ۲۰۱۸ مېلادي کال اسیايي ملتونو سیالیو لپاره مالیزیا ته ولاړ شي.

د اسیايي ملتونو د ۱۶ کلنو فوټبال جام سیالۍ د مالیزیا په کوربه توب د روانې سپتمبر میاشتې په شلمه نېټه پیلېږي.

افغان ۱۶ کلنه لوبډله په D ګروپ کې ده او ټاکل شوي چې له عراق، کوریا او اسټرالیا سره سیالۍ تر سره کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG