د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

د ملګرو ملتونو استازی: په ادلب کې د لوی جنګ د پېښېدو مخه ونیسئ


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي له ترکیې او روسیې غوښتي چې د سوریې په ادلب ولایت کې د لوی جنګ د پېښېدو مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د سوریې په ادلب ولایت کې د یو ستر بشري ناورین د رامنځته کېدو په اړه شدیده اندېښنه لري او غواړي چې دغلته د پېښېدونکې جګړې مخه ونیول شي.

سټېفان دي میستورا د ترکیې او روسیې له ولسمشرانو څخه غواړي چې په ادلب کې د پېښېدونکې جګړې مخه ونیسي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفان دي میستورا د سې شنبې په ماښام په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، شخصاً د ترکیې او روسیې له ولسمشرانو څخه غواړي چې په ادلب کې د پېښېدونکې جګړې مخه ونیسي.

نوموړي په ادلب کې د ملکیانو د وضیعت په اړه خپله اندېښنه داسې بیان کړه:

"په ادلب کې دننه ۲،۹ میلیونه کسان اوسېږي. تکراروم‌یې ځکه چې ډېر لوی شمېر خلک دي. په دوی کې یو میلیون‌یې ماشومان دي. هغوی ترهګر نه‌دي. یو میلیون ماشومان دي. دا نور څه کم درې میلیونه شمېر چې ما یاد کړ، دوی هم ترهګر نه‌دي، ځکه موږ تثبیت کړې چې په ادلب کې ټول لس زره د النصره جبهې غړي موجود دي."

د سوریې پوځ وايي، له ادلب څخه د وسله‌والو مخالفانو د ایستلو لپاره دغلته ستر پوځي عملیات پیلوي.
د سوریې پوځ وايي، له ادلب څخه د وسله‌والو مخالفانو د ایستلو لپاره دغلته ستر پوځي عملیات پیلوي.

​د سوریې پوځ وايي، له ادلب څخه د وسله‌والو مخالفانو د ایستلو لپاره دغلته ستر پوځي عملیات پیلوي.

د روسیې هوايي ځواکونه په دې عملیاتو کې د سوریې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

د بشارالاسد د ځواکونو له‌خوا په ادلب کې د کیماوي وسلې د کارولو احتمال له هغو اندېښنو څخه ده چې تر اوسه پورې څو ځله په نړیواله سطحه راپورته شوې ده.

سپینې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ وویل، که چېرې د سوریې رژیم په ادلب کې له کیماوي وسلې کار واخلي، امریکا او متحدان به‌یې هم بشار الاسد ته چټک او مناسب ځواب ورکړي.

سپینې ماڼۍ وویل: که چېرې د سوریې رژیم په ادلب کې له کیماوي وسلې کار واخلي، امریکا او متحدان به‌یې هم بشار الاسد ته چټک او مناسب ځواب ورکړي.
سپینې ماڼۍ وویل: که چېرې د سوریې رژیم په ادلب کې له کیماوي وسلې کار واخلي، امریکا او متحدان به‌یې هم بشار الاسد ته چټک او مناسب ځواب ورکړي.

اخوا په مسکو کې کرملېن د امریکا پر ولسمشر انتقاد کړی چې ولې، د سوریې د رژیم د مخالفانو د وروستي مرکز د تصفیې سره مخالفت کوي؟

خو د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازی وايي، په دې اړه د امریکا د ولسمشر د پیغام هرکلی کوي، ځکه د ده په وینا ډونالد ټرمپ غواړي په ادلب کې د بشري ناورین مخه ونیول شي.

د سوریې اووه کلنه کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې سلګونه زره کسان وژل شوي.
د سوریې اووه کلنه کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې سلګونه زره کسان وژل شوي.

د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې سلګونه زره کسان وژل شوي او په میلونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

تمه کېږي چې د ایران، ترکیې او روسیې ولسمشران د راتلونکې جمعې په ورځ په تهران کې د سوریې د بحران په اړه یوه ګډه غونډه وکړي او په دې هېواد کې د اوربند ابتکار خپل کړي.

د لوېدیځو هېوادونو استازي د تهران غونډې ته نه‌دي وربلل شوي.

XS
SM
MD
LG