د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د اسرائيل دفاع وزير: عراق کې د ايران مشکوک پوځي اهداف په نښه کوو


د اسرائيل دفاع وزير وايي، هېواد به‎يې په عراق کې د ايران پر مشکوکو نظامي اهدافو له حملو وانه‎وړي.

دا وروسته له هغه چې په‎دې وروستیو کلونو کې اسرائيل په ګاونډي سوریه کې ايراني اهداف په نښه کړي دي.

اویګدور لېبرمن وايي، په عراق کې به د ايران مشکوک پوځي اهداف په نښه کړي.

د اسرائيل دفاع وزير اویګدور لېبرمن په بيت‎المقدس کې د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په درېيمه نېټه يوې خبري غونډې ته وويل:

"موږ پرته له شکه په سوریه کې هر څه څارو او د ايران د تهديد په اړه به ووايم چې موږ د سوريې تر خاورې ځان نه‌محدودوو. دا خبره بايد روښانه وي."

اویګدور لېبرمن
اویګدور لېبرمن

د اویګدور لېبرمن بیان وروسته له دې راغلی چې روېټرز خبري اژانس راپور ورکړ چې ايران په عراق کې خپلو شیعه ملېشو ته لنډ واټن ويشتونکي بالیستیک توغندي انتقال کړي.

ايران، عراق او په واشنګټن کې د امریکا مرکزي قوماندې چې په عراق کې د امریکا نظامي مأموریت څاري، دې خبرو ته فوري غبرګون نه‎دی ښودلی.

د اسرائيل چينل ون ټلوېزيون راپور ورکړ چې په‎دې وروستیو اوونيو کې امریکا له اسرائيله غوښتي چې د عراق پر خاوره حمله ونه‎کړي.

د امریکا دفاع وزير مايک پامپیو د تېرې شنبې د سپټمبر په لومړۍ نېټه وويل چې دی عراق ته د ايراني توغنديو د انتقال په اړه د روېټرز د راپور په اړه سخت اندېښمن دی.

تهران او بغداد دواړو دغه راپورونه رد کړي دي.

اسرائيل په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د وسلو د انتقال په خاطر د ايران او دغه هېواد د متحد حزب‎الله ډلې د ملېشو پر وړاندې په سوریه کې هوايي حملې پيل کړي.

په‎دغو عملیاتو کې د ايراني ځواکونو او متحده ملېشو وژنې د دمشق تر ټولو لوی متحد روسیې له پامه غورځولي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د روسیې په کورنۍ جګړه کې داخل شو.

روېټرز راپور ورکړی چې په سوریه کې د اسرائيل پوځي عملیات له هغو نورو قدرتونو سره چې په سوريه کې خپل عملیات کوي، هماهنګ شوي وو.

په واشنګټن کې يوه ډیپلومات روېټرز ته ويلي چې اسرائيل په سوريه کې د دغه هماهنګۍ له خاطره ازاد دی، خو له اسرائيله تمه کېږي چې په عراق کې نظامي عملیات ونه‎کړي، چېرته چې امریکا له حکومت سره مرسته کوي چې تېر کال د داعش ډلې جنګيالیو تر ماتولو وروسته اوس ثبات تر لاسه کړي.

د اسرائيل او عراق خپل‎منځي اړيکې ترینګلې دي، خو دوی په علني توګه له لسیزو راهیسې د یو بل پر وړاندې وسلې نه‎دي کارولي.

په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د اسرائيل هوايي ځواک په بغداد کې يوه عراقي اټمي بټۍ له‌منځه يووړه.

په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د خليج فارس د جګړې پر مهال عراق ګڼ سکاټ ميزائيل د اسرائيل پر لور وتوغول.

اسرائيل عکس‎العمل ښکاره نه‎کړ، ځکه امریکا غوښتل د صدام حسین پر وړاندې د عربو ائتلاف پر ځای پاتې شي.

XS
SM
MD
LG