کندهارۍ خزانه د کلونو راهيسې په کندهار کې د ښځو د لاسي صنايعو د ودې په برخه کې کار کوي او سلګونه مېرمنو تهیې په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار کولو زمينه برابره کړې ده.
کندهارۍ خزانه د ښځو د لاسي صنايعو د توليد يوازنی بنسټ دی چې توليداتيې په افغانستان او يو شمېر اسيایي او اروپایي هېوادونو کې هم خاص شهرت لري.
خو د کندهارۍ خزانې دوه څانګې چې مخکې په عينو مېنه او کندهار هوايي ډګر کې پرانیستې وې، د مشتريانو د نشت له امله اوس تړل شوې دي.
د کندهارۍ خزانې مسؤلین وايي، د دولت د نهپاملرنې له امله اوس د دوی په توليداتو کې له نیمایي زيات کموالی راغلی او ګڼې مېرمنې چې مخکې بهيې له دوی سره کار کاوه، بېکاره شوې دي.
د دوی په وینا مخکې د کندهارۍ خزانې د توليد عواید ميلیونونه افغانيو ته رسېده، خو اوس د دوی عوايد يوازې سلګونه زره افغانيو ته راټيټ شوي دي.
د کندهارۍ خزانې مشرې رنګینې حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان او نوره نړۍ کې د کندهار د لاسي صنایعو بازار سوړ شوی، نو ځکه دوی د پخوا په پرتله کاروبار نهلري او د خپلو کار کوونکو شمېر يې کم کړی.
نوموړې وايي:
"متأسفانه د مارکېټ د نشتوالي له امله مو د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی او وېره مو دا ده که په راتلونکو څو میاشتو کې موږ خپلو موادو ته بازار پیدا نهکړو، نو خدای ناخواسته ښايي دا دفتر وتړل شي."
بلخوا د کندهار د ښځو چارو رئیسه رقيه اڅکزۍ وایي، د کندهارۍ خزانې توليد معياري دی او دوی هڅې راپیل کړي چې د دغه بنسټ د توليد تر څنګ د کندهارۍ مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره مناسبت بازار پیدا کړي.
د کندهارۍ خزانې لاسي توليدات چې د مشتریانو په فرمايش جوړېږي مخکې د کابل او هرات په ګډون جرمني، امريکا او کاناډا ته هم استول کېدل، خو د بازار د نشت له امله اوس يوازې د ښځو په لاس رخ شوي غاړې او نور توکي د کندهار په مارکېټونو کې پلورل کېږي.
راپور: صادق رښتینی