د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

د غزني فعالان: سوداګر د پردیو پیسو په راکړه ورکړه کې عامو خلکو ته زیان اړوي


څنګه چې له تېرو څو کالو څخه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د افغانۍ تر څنګ په پاکستانۍ کلدارو پلور او پېر رواج لري، نو په غزني کې مدني فعالان او اقتصاد پوهان وايي، دکانداران او تجاران د غریبو خلکو حق خوري چې د افغانۍ او کلدارې په حساب کې ورڅخه زیاتې پیسې اخلي، خو دولت او مسؤلین په سپینو سترګو ورته ګوري.

دوی وايي، دغه دکانداران او تجاران د پلور په وخت د صرافانو د اسعارو له نرخ څخه له پوښتنې پرته په خپل سر د کلدارو او افغانۍ تبادله کوي او په دغه تبادله کې له مشتریانو څخه زیاتې پیسې اخلي.

دا چې په افغانستان کې د پردیو پیسو چلول د افغانستان د اساسي قانون خلاف عمل ګڼل کېږي، نو د واحدالله په نوم یو تن وايي:

"عام ولس له دغه غیر قانونی کاره کړېږي، ځکه چې هر وخت‌یې ورڅخه حق خوړل کېږي، د بشري حقونو د پایمال تر څنګ په دغه کار سره ډېری وخت د خلکو ترمنځ شخړې هم رامنځته کېږي."

که واحدالله وايي چې دکانداران له مشتریانو څخه یوه اندازه زیاتې پیسې اخلي، خو د صلاح‌الدین په نوم بل تن بیا وايي:

"ډېری دکانداران د پیسو په تبادله کې خپلې ګټې ته ګوري، نه صرافي ته ګوري نه د اسعارو قیمت ته."

دا چې ویل کېږي تجاران او دکانداران د ولسي خلکو حق خوري، نو مزمل هوتک‌یې بېلګه وړاندې کوي او وايي:

"ځیني خلک دا کار کوي چې له خپلو بې‎سواده مشتریانو څخه په تبادله کې زیاتې پیسې ترلاسه کړي."

محمد عارف نوري
محمد عارف نوري

که دغه کسان د پردیو پیسو په بندولو او خلکو ته د زیان په اوښتو کې دولت پړ بولي، خو د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري وايي:

"په پاکستانۍ کلداره د تجارت په بندولو پسې مټې رانغښتې دي، له تجارانو او ولسي خلکو سره په جریان کې دي چې څنګه کولای شو بېخي د کلدارو کاروبار بند کړو."

یاده دې وي چې په افغانستان کې د ډیورند کرښې ته څېرمه په ټولو ولایتونو کې د افغانۍ تر څنګ ټوله راکړه ورکړه او کاروبار په پاکستانیو کلدارو کېږي، خو د کلدارو تر څنګ امریکايي ډالر هم زیات رواج لري چې چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې بلل کېږي.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG