په هلمند ولایت کې هغه سړکونه بېرته رغول کېږي چې د جنګونو له امله وران شوي دي.
د هلمند چارواکي وايي، د ټولو هغه سیمو لارې او سړکونه چې د جنګونو او ماینونو له امله وران شوي دي، بېرتهیې رغوي.
دمګړۍ نادعلي او مارجې ته د غځېدلو سړکونو ۱۰ کېلو متره بېرته رغول کېږي.
د دغه دوو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د بیارغونې کارونه باید په ښه کیفیت ترسره شي او شرکتونه دې د لاس په لاس پروژو نه ډډه وکړي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: