د ایران مشر ایتالله علي خامنهاي د ایراني ځواکونو د دفاعي وړتیا د لوړولو غوښتنه کړې.
د خامنهاي دا خبرې د هغه رسمي وېبپاڼې خپرې کړي.
خامنهاي د ایران د هوايي ځواکونو قوماندانانو ته ویلي:
"د سیاسي اټکلونو له مخې ښايي جنګ پېښ نهشي، خو د ایران وسلهوال ځواکونه باید بیداره اوسي او په تجهیزاتو او پرسونل برخه کې خپلې وړتیاوې زیاتې کړي."
خامنهاي چې پرون د ایران د هوايي دفاع د ورځې په مناسبت له قوماندانانو سره ناست و، د هوایي دفاع څانګه د ایراني ځواکونو یوه مهمه برخه یاده کړه چې د ده په خبره له دښمن سره د جنګ په لومړۍ کرښه کې ده.
د ایران دغه مشر چې له عام او تام صلاحیته برخهمند دی داسې وخت دا څرګندونې وکړې چې ایراني چارواکو د شنبې په ورځ وویل، پلان لري چې راکټي او بالیستیکي وړتیاوې زیاتې کړي او موډرنه جنګي جېټ الوتکې او اوبتلې یا تحتالبحري واخلي.
د ایران پوځي وړتیاوې هغه څه وې چې امریکا یې پر ایران له برید راوګرځوله.
ایران د دفاعي ځواکونو د وړتیا په لوړولو او د نویو تجهیزاتو په پېرلو داسې وخت ټينګار کوي چې له واشنګټن سرهیې اړیکې تر بل هر وخته سړې شوي.
د واشنګټن او تهران اړیکې هغه وخت کړکېچنې شوې چې د امریکا ولسمشر په مې میاشت کې له ایران سره له اټمي تړون ووت او په دغه هېواد یې بندیزونه له سره پیل کړل.
د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره میاشت ویلي و، د ایران پوځي وړتیاوې هغه څه وې چې امریکا یې پر ایران له برید راوګرځوله.
حسن روحاني د ایران د تېلو پر صادراتو د امریکا د بندیزونو په اړه هم ګواښ وکړ چې که د ایران د تېلو د سوداګرۍ مخه ونیول شي دا هېواد به هم ورته کار وکړي.
امریکا ویلي چې له نومبر میاشتې به د ایران د تېلو په صادراتو بندیزونه ولګوي.
د سوریې په جګړه کې د ایران پوځي حضور او د یمن له حوثیانو سره د ایران مرستې هغه څه بلل کېږي چې د واشنګټن او تهران اړیکې لا پسې کړکېچنې کوي، خو ایران له حوثیانو سره مرسته ردوي او د سوریې په اړه هم وايي چې هلته یوازې سلاکاران لري چې د سوریې د رژیم بشارالاسد په خوښه پاتې دي.
راپور: صفيالله ستانکزی