د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د سوریې په ادليب ولایت کې د جګړې له پیلېدو سره د یوه بشري ناورین خبرداری ورکړ.
د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې ادلیب او شااوخوا سیمې یې د سوریې د رژیم ضد یاغي وسله والو وروستی قوي مرکز ګڼل کېږي.
پاپ چې په واتیکان کې یې د یکشنبې د ورځي په مذهبي مراسمو کې خپلو پیروانو ته وینا کوله، وویل چې د جګړې د پیلېدو خبره ډېره ګرمه شوې او د یوه بشري ناورین د پېښېدو خطرناکه خبرونه ور رسېږي.
پاپ د سوریې د جګړې له مهمو لوبغاړو وغوښتل چې پر دې ولایت د جګړې له پیلېدو سره د بشري حقونو دفاع او د ولسي وګړو ژوند خوندي کړي.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله چې دفتر یې په بریتانیا کې دی، ویلي چې د بشارالاسد د رژیم ځواکونه له څو اوونیو راهیسې د ادلیب له پولو سره ځای پرځای شوي او هره ورځ د یاغیانو پر سنګرونو بریدونه کوي.
د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پر نړیوالې ټولنې او نورو لوبغاړو غږ وکړ چې د بشري نړیوال قانون او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته په درناوي دې، له ډیپلوماسۍ او خبرو اترو کار واخلي.
په وروستیو ورځو کې دمشق او د هغه مهم ملاتړي مسکو په کراتو کراتو پر دې ولایت د جګړې د پیلېدو خبرداري ورکړي دي.
ادلیب چې له ترکیې سره پوله لري، پکې د فعالو د اسد د رژیم ضد سخت دریځو ترڅنګ، د سوریې له نورو سیمو چې حکومتي ځواکونو نیولي، هم وسله وال ورکډه شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، پر ادلیب یوه پراخه حمله به په دې ولایت کې چې نیمایي نفوس یې له نورو سیمو ورغلی، کډوال جوړوي، نور شااوخوا اووه سوه زره خلک له خپلو کورونو بې ځایه کړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې حکومتي ځواکونه به ټول ادليب ته داخل شي او د دمشق اصلي هدف هم د النصره وسله والو په نښه کول دي.
هغه همداراز ویلي چې ځواکونه به یې هڅه وکړي چې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخه ونیسي.