د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۳

د نفوسو د ثبت اداره: د لوی ملي ائتلاف له خوا په افشا شویو تذکرو کې ځینې جعلي وې

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، د افغانستان لوی ملي ائتلاف له لوري چې کومې تذکرې نندارې ته وړاندې شوي، ځینې یې جعلي وې.

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره د لوی ملي ائتلاف له خوا د هغو تذکرو نندارې ته ايښودل چې د دوی په خبره یوشمېر یې جعلي وې، د عامه افکارو د ګډوډولو یو ډول هڅه ګڼي.

د دغې ادارې ویاند رح الله احمدزي د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه دوی کورنیو چارو وزارت ته مکتوب لېږلی، څو معلومه کړي چې دغه ملي خیانت چا ترسره کړی او څوک غواړي چې دغه ملي پروسه زیانمنه کړي.

روح الله احمدزی
روح الله احمدزی

نوموړي وویل:

"له بده مرغه یوشمېر د دغه تذکرې چې نندارې ته ايښودل شوې وې، هغو نه له موږ سره ثبت درلود، نه اساس او نه هم کُنده لري، امضا او ټاپه ټولې جعلي وې، په دې اړه مو د کورنیو چارو وزارت ته مکتوب واستاوه او د جدي څېړنو غوښتنه مو وکړه."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف تېره ورځ په کابل کې شااوخوا یو لک تذکرې چې انتخاباتي سټيکرونه هم پرې لګېدلي وو، له رسنیو سره شریکې کړې.

د دغه ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا وویل، دوی د هېواد له ۳۳ ولایتونو یې نېږدې يو میليون داسې اسناد راټول کړي چې د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو شفافیت په جدي ډول تر پوښتنې لاندې راولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دوی تمه لري چې کشفي، عدلي او قضايي بنسټونه دغه موضوع جدي وڅېړي.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د یکشنبې په ورځ په یوې جلا مطبوعاتي غونډه کې وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تمه لري چې د هېواد کشفي، عدلي او قضايي بنسټونه دغه موضوع وڅېړي، تر څو د هغه کسان چې د انتخاباتو د ملي پروسې د سبوتاژ او د ولسواکۍ مخه ډب کوي، مخنيوی یې وشي."

ښاغلی هاشمي وايي چې د نوم لیکنې پر مهال د شته ناامنیو له امله د سټيکرونو ۶ جلده کتابونه ورک شوي چې دوی هغه باطل اعلان کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې مسؤلین وايي چې د تذکرو د وېش د کمپاین پرمهال شااوخوا دوه زره تذکرې ورکې شوي چې دوی یې سریال نمبرې باطلې اعلان کړي دي.

هڅه مو وکړه چې د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غوښتنو په تړاو، د کورنیو چارو وزارت کشفي، عدلي او قضايي ارګانونو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شو.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډيو ته وویل، دوی د وړاندې کړو اسنادو په اړه هر ډول سپيناوي ته چمتو دي.

دی زیاتوي:

"واقعاً زموږ هیله داده چې له درغلیو د ډکو انتخاباتو مخه ونیسو، زموږ ټول هېوادوال کولای شي چې دغه اسناد له نېږدې وګوري، وڅېړي، ارزیابي یې کړي، تحلیل او تجزیه یې کړي."

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، د تذکرو په ملي کمپاین کې چې په تېر لمریز کال کې پيل شو، شااوخوا پنځه میلیونه په شرایطو برابرو کسانو تذکرې اخیستي چې دوه نیم میلیونه یې ډیټابیس او معلوماتي بانک ته سپارل شوي او په نورو هم کار روان دی.

دغه شان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي چې دوی پرمختللي وسایل لري او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې به د هر ډول درغلیو مخه ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG