د هلمند په مرکز لښکرګاه کې سلګونو ځایي اوسېدونکو د هلمند سیند د اوبو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د وروستیو څرګندونو په ضد لاریون وکړ.
جواد ظریف څو ورځې وړاندې له یوه ایراني ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو چې که چېرې افغان حکومت د هلمند سیند له اوبو د دوی حق ورنه کړي، له نورو لارو به هغه ترلاسه کړي.
که څه هم دانه دي ویل شوي چې نورې لارې یعنې کومې لارې، خو د هلمند اوسېدونکي وايي، د جواد ظریف دا خبرې مغرضانه دي او باید وضاحت ترې وغوښتل شي.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدای شئ: