د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

میلر: :د افغان سولې د ټینګښت لپاره باید پر وسله والو پوځي فشار موجود وي


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نوی عمومي قوماندان سکاټ میلر وايي چې په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید پر وسله والو پوځي فشار موجود وي.

د افغانستان لپاره د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر وايي، ترورېستان هڅه کوي چې په دغه هېواد کې پټن ځایونه ولري، خو دوی به له افغانانو سره په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

دغه امریکايي جنرال دغه شان وویل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ضروري ده چې پر وسله والو پوځي فشار دوام ومومي.

نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې په رسمي توګه د قوماندې د مسؤلیت د اخيستلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل:

"باید پر ترورېستانو فشار دوام ومومي او دا یقیني شي چې دوی له افغانستان څخه د نړۍ د ګواښلو لپاره استفاده نه کوي، په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به زه د دغه ماموریت له غړو ، مشرانو، ملاتړ کوونکو او همدا راز له خلکو سره ملاقتونه ولرم او په دې اړه به ورسره خبرې وکړم چې موږ ولې دلته یوو، ځکه دا زما لپاره ډېره مهمه مسئله ده."

له جنرال جان نیکولسن نه سکاټ میلیر ته د قوماندې د سپارلو په مراسمو کې د لوړ پوړو افغان چارواکو سربېره په کابل کې د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او استازو هم ګډون کړی و.

د ناټو عمومي منشي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دی هیله لري، څو د افغانستان لپاره د بهرنیو ځواکونو له نوي قوماندان سره له نېږدې کار وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د جنرال جان نیکولسن هڅې په افغانستان کې د پام وړ بللي او د هغه ځای ناستي ته یې د بریالیتوب هیله کړې ده.

د افغانستان لپاره د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلیر تر دې وړاندې د امریکا د ځانګړو ځواکونو (ډلتا فورس) قومانده په غاړه درلوده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا په یاده غونډه کې وویل چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ډول د امریکا رول مهم دی.

د ښاغلي محب په خبره، افغانان به د سولې او ثبات د ټینګښت د عدالت د تامینولو او د ښې راتلونکې لپاره له نړیوالو ځواکونو سره په ګډه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

حمدالله محب
حمدالله محب

دی وایي:

"ښاغلی میلر موږ به له تاسو سره اوږه په اوږه د بیان د ازادۍ او بې عدالۍ د دښمانانو پر وړاندې ولاړ یوو ، موږ به په ګډه په افغانستان او سیمه کې ترهګري له منځه یوسو، که څه هم وینه توېږي، جګړه شته، خو ماته مو نه ده خوړلې او افغانان به هېڅ کله ماته ونه خوري."

تر دې وړاندې جنرال جان نیکولسن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان و.

جان نیکولسن په خپلو خبرو کې وویل چې افغانانو له کلونو راهیسې جګړه تجربه کړله، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې دغه جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي دغه شان د سولې وروستیو هڅو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان تر بل هر وخت زیات د سولې ټینګښت ته نېږدی شوی دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG