د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه له ټولو حکومتي چارواکو غواړي چې د دفاعي امنیتي ځواکونو په اړه مسؤلانه څرګندونې وکړي.
دغه وزارتونه وايي چې له ګواښونو او روانو جګړو سره سره افغان ځواکونو خپلې لیکې نه دي پريښي او په دې اړه د ځينو حکومتي چارواکو څرګندونې له واقعیته لېرې دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د فاریاب د والي د هغو څرګندونو په غبرګون چې ګویا په دغه ولایت کې ځینو ځواکونو خپلې دندې پريښي، د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو چېرته هم تېښته نه ده کړې.
نوموړي زیاته کړه:
"زمونږ هېڅ پولیس په فاریاب کې، په جوزجان کې، په هلمند کې او یا په بل کوم ولایت کې هېڅ کله تېښته او یا دنده نه ده پريښي، خو په ځينو مواردو کې په شا تګ شته، د تېښتې مسئله په بشپړ ډول غلطه ده، زمونږ زړورو او مېړنیو ځواکونو تل د سر په بیه دنده تر سره کړې او له هېواده يي دفاع کړې ده."
له دې سره د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد وايي، د ځواکونو له خوا د دندې د پرېښودلو څرګندونې د تبلیغاتو تر کچې دي.
د فاریاب والي بیا وايي، یو شمېر امنیتي ځواکونو له دې کبله چې د دوی ستونزو ته رسېدنه نه کېږي، په دغه ولایت کې دندې پریښي دي.
نقیب الله فایق ازادي راډیو ته وویل، یوازې فاریاب ولایت دا وخت د ۴۵۰ پولیسو او ۶۰۰ اردو په تشکیلاتو کې کموالی لري.
دی وايي، له دې ډلې يې ځيني نورو سیمو ته تللي، ځينو يې وظیفې پريښي او ځينې نور هم ټپي یا وژل شوي دي.
دی وايي، د دغې ستونزې تر څنګ خيالي پولیس بله هغه ستونزه ده چې په فاریاب ولایت کې د ناامنیو سبب شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا دا څرګندونې واقعیت نه ګڼي او وايي چې د فاریاب په شمول د ټولو ولایتونو امنیتي پلان ته په کتو، ځواکونه له یوې سیمې بلې ته لېږدول کېږي.
له دې سره په ولسي جرګه کې د کورني امنیت کمېسیون وايي، افغان ځواکونه د ترورېزم پر وړاندې د لومړۍ کرښې جنګ پر مخ بیايي، خو دا وخت یې جلب او جذب کم شوی دی.
د یاد کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاه ازادي راډیو ته وویل، د دوی څار ښيي چې د ځواکونو تلفات او خیالي تشکیلات د کمبود سبب شوي، نه له دندو د ځواکونو تېښته.
دی وایي:
"دا وخت د دوی جلب او جذب کمزوری دی، ځکه چې تلفات ډېر دي او څوک داسې په اسانه زړه نه ښه کوي، د دوی ځای نیول د حکومت لپاره سخت کار دی او بل دا وخت خیالي تشکیلات ډېر دي، نو دا د دې سبب شوي چې طالبان دا وخت په ولایتونو او ولسوالیو عملیات تر سره کوي، ځکه چې تشکیل هلته ډېر کم وي."
دی د پولیسو او په ټوله کې د افغان ځواکونو په لیکو کې ځينې ستونزې هم نه ردوي، خو وايي چې اوږدې جګړې ته په کتو، د افغان ځواکونو مبارزه د ستایلو وړ ده.
ښاغلي اخندزاده د دغو ستونزو او ځینو کمبودیو د کمښت لپاره وړاندیز کوي چې د امنیتي او دفاعي بنسټونو جلب او جذب دې پراخ او همدا راز مکافاف او مجازات دې بنسټیز کړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ