د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د امو سیند د ډېروالي او خرابیو په اړه د کندز د امام صاحب د اوسېدونکو اندېښنې


په کندز کې د امو سيند د غاړې ډېری اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال د دغه سيند اوبه د دوی کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه ويجاړوي.

د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر ګڼ شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د امو سيند څه باندې ۸ زره جریبه کرنیزه ځمکه او د خلکو کورونه یې ويجاړ کړي او که د اوبو مخه ونه نيول شي، نو ښايي د شېرخان بندر تاسیسات هم له منځه یوسې.

​د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر دوو تنو اوسېدونکو میراجان او محمدالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل.

"وروره! رود د تاجکستان له خوا راوښتی، زموږ د سلو کالو ځمکه یې یوړه، زموږ کور یې وړی، ما خپلې زنانه او کوچنیان له کور څخه وايستل، ځمکه یې راڅخه یوړه، خو هېڅ څوک زموږ ستونزې ته رسېدنه نه کوي."

"موږ له دولته غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي، دا څویم ځل دی چې موږ دولت ته مراجعه کوو، خو څوک زموږ غږ نه اوري، دغه رود زموږ ۳ زره جریبه زراعتي ځمکه وړې ده، دولت وعدې کوي، خو خدمت نه کوي."

د دوی په وینا، د دغې ولسوالۍ هغه کرنیزې ځمکې او استوګن کورونه چې د امو سيند په څنډو کې موقعیت لري، هر کال د دغه دریاب په بستر تبدیلېږي، ځکه اوس مهال د امو دریاب خپل مسير د تاجکستان له لوري، د افغانستان خاورې ته کړی او لاهم د پرمختګ په حال کې دي.

د شېرخان بندر دوو تنو قومي مشرانو محمداجان او عبدالله خان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه رود د خلکو کورونه ورک کړل، جوماتونه یې ورک کړل او د خلکو جایدادونه یې غرق کړل، د شېرخان بندر په سیمه کې ۴ زره جریبه ځمکه یې له منځه وړې ده او د شېرخان بندر هم د اوبو له ګواښ سره مخ دی."

"که دولت د امو دریاب غم ونه خوري، نو په نېږدې راتلونکې کې به شېرخان بندر هم یوسي، ځکه سيند اوس مهال د شېرخان بندر ۳۰۰ مترۍ ته رانېږدې شوی، ځکه دغه سيند زموږ په زرګونه جریبه ځمکه وړې ده او ځمکې د دریاب په مسير تبدیلې شوې دي."

د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر اوسېدونکي د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې د امو رود د غاړې تحکيماتو ته جدي توجه وکړي، ترڅو خلک ددغه سيند له ګواښ څخه خلاصون پیدا کړي.

دغه راز د کندز سیمه ییز چارواکي د امام صاحب ولسوالۍ د اوسېدونکو انتقادونه مني او وايي چې د امو سيند دغاړې تحکیمات د دوی د کار په لومړيتوبونو کې شامل دي او برسېره پردې، دغه ستونزې یې له مرکزي حکومت سره هم شریکې کړي او په نېږدې راتلونکې کې به د دغه رود د تحکیماتو اساسي کار پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د امو سيند سرچينه د بدخشان د پامیر له غرونو پیلېږي، خو کله چې له بدخشان، تخار او کندز ولایتونو څخه تېرېږي، هر کال د اوبو د زیاتوالي په موسم کې له ځان سره کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګنې کورونه ويجاړوي او حتی خلکو ته ځاني تاوانونه هم اړوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG